د فرانس سرښا پیرس په مرکز کې یو مسلح کس په پولیس د ټوپک ډزې کړي دي، یو افسر يي وژلی او دوه نور يي زخميان کړي دي. تندلارې ډلې داعش ويلي حمله يي یو وسله وال کړې ده.
د صدر فرانس صدر فرانسوه اولانډ وویل حمله کې د ترهگرۍ نخښې نښانې ښکاره دي.
د پیرس د سیاحت مرکز چیمس ایلسي کې په پولیس حمله په داسې حال کې شوي ده چې فرانس کې نوي صدر د انتخاب دپاره د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ووټونو تیارۍ روانې دي.
صدر اولانډ وویل صدارتي انتخاباتو دپاره به امنیتي اقدامات نور هم سختولی شي.
چیمس ایلسي کې د حملې په اړه عیني شاهدینو تحقیقات کونکو ته وویل یو مسلح کس ریل گاډي سټینش سره نژدې د موټر نه راټوپ کړل او هلته د پولیس په یو ولاړ موټر يي د مشین گن ډزې پیل کړې.یو پولس افسر ووژل شو او دوه نور زخمیان شول.
د پولیس په جوابي ډزو کې حمله کونکی ووژل شو. په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې په حمله کې دویم کس هم شامل وو او که نا؟
داعش د خپلې خبري ادارې د لارې د حملې ذمه واري واخیسته او د حمله کونکي شناخت يي د بیلجیم د ابو یوسف په نوم د داعش د یو وسله وال په توگه وکړو.
د فرانس پولیس وویل د حمله کونکي پیژندگلو يي کړې ده خو مطبوعاتو ته يي د هغه نوم نه دی ښکاره کړی او نه يي دا ویلي چې ایا داعش سره يي څه رابطه وه او که نا؟
د حملې ورسته پولیس د چیمس ایلسي لویه علاقه خلکو د تگ راتگ دپاره وتړله. دپیرس دغه برخه د سیاحت مرکز دی او ډیر زیات هوټلونه، دکانونه او پراخه سړکونه پکې موجود دي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د فرانس صدر فرانسوه اولانډ او د فرانس ولس ته د عمرازۍ پیغام ولیږلو.
په تیرو دوو کلونو کې په فرانس کې داعش د گڼ شمیر حملو ذمه واري اخیستې ده. په دغه حملو کې د ٢٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.