پيښور : بمي چاؤدنه کې يو تن مړ او 15 ژوبل شوي

پيښور : بمي چاؤدنه کې يو تن مړ او 15 ژوبل شوي

د خيبرپښتونخوا سرښار پيښور په نوتهيا سيمه کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له يو تن وژل شوى او د11ؤ طالب علمانو په شمول 15 کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو يو مشر محمد اعجاز ميډيا سره په خبرو کې وويل دشورو په سحر دپيښور په نوتهيا سيمه کې ديو شخصي سکول مخې ته په خرگاډي کې نصب بم دريموټ کنټرول په ذريعه والوځول شو.
هغه وويل په دغه چاؤدنه کې د11ؤ طالب علمانو په شمول 15 کسان ژوبل شوي دي.
دچاؤدنې له امله دشخصي سکول دودانۍ شيشې ماتې شوې او خواؤشا ولاړو گاډو ته سخت زيان ورسيدو.
دچاؤدنې څخه وروستو پوليس، ايمبولينسونه ، اور وژونکي گاډي او امدادي ډلې ورسيدو او ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته ورسول شول.
دپوليسو دبمونو ناکاره کونکې ډلې مشر کم خان ميډيا ته وويل په دغه چاؤدنه کې دپنځوؤ څخه تر شپږو کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
دخيبرپښتونخوا ايالت مشر وزير بشير بلور ډيوه ريډيو سره دخبروپه مهال دغه پيښه دترهه گرو يو بزدلانه کارروائي گرځولې ده او وئيلي يې دي ترهه گر نۀ غواړي چې دپښتنو بچي په ځانگړي ډول لوڼه دتعليم په کالو سينگار شي.
ښاغلي بلور وويل اوس ترهه گر خپلې تگلارې بدلوي او هغوي سکولونه او جوماتونه په نخښه کوي.
دمشر وزير وينا وه صوبائي حکومت هم دترهه گرو په وړاندې خپلې فارمولې بدلوي او هغوي به پرې نۀ ږدي چې دخيبرپښتونخوا داولس ژوند نور هم په عذاب کړي.
بشيربلوروويل هرکله چې دغه ورانکاري دسکولونو ماشومان په بمونو الوځوي نو ورسره به خبرې څنگه وشي؟
دنوموړي وينا وه اوس په صوبه کې تر زياته حده امن قائم دى او ترهه گر په دغسې بزدلانه کارروائيو حکومت نۀ شي ويرولى.
بايد وويل شي په تيرو څو مياشتو کې دخيبرپښتونخوا دننه او په پيوست قبائيلي سيمو کې طالب جنگيالو خپل ټول پام دسکولونو الوځولو ته گرځولى او په تيرو ورځو کې په سرښار پيښور کې په دغسې يو بمي بريد کې دسکول يوگاډى په نخښه کړل شوى ؤ چې پکې دوه استاذانې وژل شوې وې.
طالب دجينکو دتعليم سخت مخالف دي اوعموماً چې دورانکارۍ په کومه پيښه کې دجينکو سکولونه په بمونو الوځول کيږي نو طالبان يې مسؤليت په غاړه اخلي.