په پېښور کې په اور د سوځېدلو او د صدمې د ناروغانو د علاج جدید مرکز

ديو سوال په جواب کښي ډاکټر محمد طاهر وویل د خيبرپختونخوا حکومت د برن سنټر لپاره مالي وسایل مختص کړي دي او د روغتون انتظاميه به کوشش کوي چي کوم مريضان علاج لپاره ورشي هغوي ته به هر قسم علاج او مرسته ويړيا ورکولې شي

په پيښور ښار کښې د يو ايس ايډ په مرستې د سوځېدلې او د صدمې ناروغانو د درملنې لپاره يو جديد مرکز جوړ کړې شوی دی. د صحت دغه مرکز په جوړولو کار په کال ۲۰۱۱ کښې شروع شوی و او په هغه وخت کښي د روغتون لپاره وفاقي حکومت او د مزدورانو د خير ښيګړې مرکزي بورډ يو ارب او ديرش کروړه روپې بېلې کړې وې.

وروسته وفاقي حکومت د دغه مرکز لپاره پېسې بندې کړې چې په نتيجه کښي یې په کال ۲۰۱۳ کې په مرکز د ابادۍ کار په نيمه کې پاتې شو.

د سوځېدلې او صدمې ناروغانو هسپتال سنيئر پلاسټک سرجن پروفېسر ډاکټر محمد طاهر وایس اف امريکا ډيوه ته وويل چې په سنټر کښې د سوځېدلو مريضانو او پلاسټک سرجري هر قسم سهولتونه شتون لري او دا چې د خيبر پختونخوا تر څنگ د ملک د نورو برخو مريضان هم هلته په اسانۍ خپل علاج کولی شي.

هغوي زياته کړه چې په صوبه کښي د سوځېدلي او د صدمې ناروغانو لپاره مخکي داسې جديد روغتون نه و چې له امله به یې اکثرمريضان د علاج لپاره د پنجاب صوبي کاريا ښار کې هسپتال ته ووړل کيدل. ډاکټر محمد طاهر دا هم وويل چې د اور سوځيدو پېښو کې کښي زياتره ماشومان او زنانه متاثره کيږي نو د هغوي د درملنې لپاره په وارډونو کښي ځانګړې بسترې ايښودی شوي دي.

ډاکټر محمد طاهر وي او ای ډیوه ته وویل چې د پېښور برن اينډ ټرامه سنټر کښي به مريضانو ته هر هغه سهولتونه ورکولی شي چي د هغوي په مکمله توګه دوباره د ښه ژوند جوګه کړي.

ديو سوال په جواب کښي ډاکټر محمد طاهر وویل د خيبرپختونخوا حکومت د برن سنټر لپاره مالي وسایل مختص کړي دي او د روغتون انتظاميه به کوشش کوي چي کوم مريضان علاج لپاره ورشي هغوي ته به هر قسم علاج او مرسته ويړيا ورکولې شي.