کراچۍ کې د پي ټي ائي احتجاجي مظاهرې روانې دي

Avqustun Başı Romada Xarici İşlər nazirliyindəki mərasimdə sərgilənir.  Gənc Roma imperatoru Oktavian Avqustun şərəfinə mərmərdən düzəldilmiş heykəlin 2,000 ildən çox yaşı var. 

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې نن د جمعې په ورځ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې لخوا احتجاجي مظاهرې رواني دي ،چې له امله د ښار کاروباري مرکزونه بند او په سړکونو د گاډو چلن د نشت برابر دی .

د پي ټي ائي پلويان د کراچۍ د نړيوال هوائي ډگرسره نزدې په اسټارگېټ او د ښار لويي سړک شاهراه فېصل باندې په احتجاج ناست دي ، او په شاهراه فېصل يي ټائرونو ته اورونه اچولي او د سړک دواړه غاړې يي بندې کړي دي .

د پي ټي ائي لخوا د ښار کلفټن تين تلوار ، ډېفنس کالاپُل ، قيوم اباد ، نمائش چورنگي اېم ای جناج روډ ، ناظم اباد ، سهراب گوټ ، سائټ غني چورنگۍ ، شېرشاه ، نېشنل هائي وی ، بلديه ټاؤن ، نېټي جېټي پُل او حسن سکوائرسره په نورو مختلفو علاقو کې احتجاجي ناستې روانې دي ، په سړکونو د ټائرونو سوځولو سره نور خنډان هم جوړ کړی شوي دي او هر قسمه گاډي چلېدو ته نه شي پرېښودی .

د پي ټي ائي يو ځايي مشر عارف علوي وئيلي ، سړکونه به په هرقيمت بند ساتي .

د پي ټي ائي د احتجاج په مهال ځينې ځينې تعليمي ادارې بندې او ځينې خلاصي دي ، او په ځينو علاقو کې د سکول د ماشومانو گاډي هم د احتجاج له وجې د ستونځو ښکار شوي دي . او کراچۍ پوهنتون کې نن کېدونکي امتحاني پرچې ځنډول شوي دي .

د ښارپه زياتو سيمو کې پټرول پمپونه بند او کاروباري مرکزونه تړلي پراته دي ، د گاډو نه چلېدو له امله خلک د ستونځو سره مخ دي .

د کراچۍ د ټرانسپورټ د اتحاديي جنرل سيکرټري سيد محمود افريدي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، ٫٫ مونږ د سحر راهسې گاډي سړکونو ته راويستي وو خو وروستو دويي سړکونه بند کړل ، نو مونږ ته لارې بندې شوې ، گاډيي يي په زور ودورلي دي او عمران خان د نوي پاکستان خبره کوي نو په کراچۍ کې خو يي هغه د پخواني پاکستان کار وکړو ډنډې يې په لاسونو کې دي او په زور گاډي ودروي ٬٬ .

او د سوداگرو د اتحاديي مشر عتيق مير وئيلي ، چې سړکونه او لارې بندې وي خلک به کاروبارونه څنگه خلاص کړي ، څوک کاروبار پله تلی نه شي ځکه کاروبارونه تړلي پراته دي .

د پي ټي ائي يو مشر عمران اسماعيل وايي عمران خان خپله کراچۍ ته راروان دی ، او په څلور بجې به په شاهراه فېصل يوې جلسې ته وينا کوي .

د صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن وئيلي ، پي ټي ائي د ښار په نهو ځايونو د احتجاجي ناستو وئيلي ؤ، خو احتجاجي دهرنې يې ډېرې کړي دي ، هغه وئيلي د احتجاجونو مخه نه نيسي خو که چا د اړي گړي جوړولو کوشش وکړو ، نو په ضد به يي قانوني کارروايي کولی شي .

نوموړي وئيلي د عمران کراچۍ ته په راتلو به هغه ته پوره تحفظ ورکولی شي .

پوليس چارواکي وايي د ښار په مختلفو علاقو کې اضافي نفري ځايي په ځايي کړی شوې ده ، او پوليس د هرقسمه حالاتو دپاره پوره تيار دي .