د شمالي وزیرستان مشهور شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنگ فعاله غړی مرسلین شامیر د اسلام آباد سره نژدې ونیول شو، تشدد پرې وشو او د موبایل ټېلي فون مېموري کارډ یې واخیستل شو. دا خبره د پي ټي اېم یو مشر محسن داوړ کړې ده.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر یو پیغام کې محسن داوړ وویل ښاغلی شامیرتېره شپه د اسلام آباد سره نژدې ترنول کې د خپل ځای نه "اوچت" کړی شو او بیا د کوهاټ خوشحال گړ پل سره پرېښودل شو.
محسن داوړ وايي په دې مهال په مرسلین شامیر "انتهايي تشدد" وشو او د هغه د موبایل ټېلې فون د یاداشت یا مېموري کارډ واخیستل شو.
Just spoke with Mursaleen Shahmir a renowned poet of North Waziristan & active member of PTM, he was picked up from his place in Tharnol last night and was thrown near Khushal-Garh Bridge Kohat this morning after an extreme torture and taking away his phone memory card#Sharamnak pic.twitter.com/2DDOJXoIg9
— Mohsin Dawar (@mjdawar) April 17, 2018
په پاکستان کې یو شمیر داسې اوازونه شته چې د پي ټي ایم مخالفت کوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د پي ټي ایم احتجاجونو ته په غیر مستقیم ډول اشاره کې ویلي دا "انجینیرډ" مظاهرې دې چې دا مطلب ترې اخیستل کیدی شي چې د پي ټي ایم تحریک په مصنوعي توگه چا راجوړ کړی دی.
د پاکستان عام مطبوعات د پي ټي ایم لاریونونو ته په خپلو خبرونو کې څه ډیر ځای نه ورکوي او ځینې څېړونکي وايي مطبوعات دا کار د پوځ په وینا کوي.
په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې ښاغلی شامیر چا او ولې نیولی و او تشدد یې پرې وکړو.
دا محسن داوړ د تویټ نه هم داسې څه نه معلومیږي چې د شمالي وزیرستان شاعر ولې د تشدد سره مخ شو.
د پښتون ژغورنې غورځنگ د پښتنو د حقونو دپاره غږ پورته کړی دی، د پښتنو په سیمو د پوځي چیک پوسټونو، د پښتنو دپاره د وطن کارډونو او د عدالت پرته د پښتنو د وژنې مخالف کوي او وايي حکومتي ادارې دې د زرگونو په شمیره کې بې درکه کسانو په لټون کې مرسته وکړي.
د غورځنگ مشر منظور پشتین وايي د پښتنو د آئیني حقونو پاره راپورته شوي شوي دي او په پلویانو د پرامنه اوسیدو غږ کوي.