د لاهور پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر مشران نیولي

د پشتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر مشران د پاکستان پنجاب صوبې په لاهور ښار کې ځايي پولیسو نیولي.

په ټولنیزو رسنیو د غورځنګ د یو شمیر غړو لخوا ویل شوي چې په لاهور کې سبا له کیدونکي جلسې د تیاریو لپاره تللي مشرانو کې علي وزیر، بلال مندوخیل، شهباز، عصمت شاه جهان او په پنجاب پوهنتون کې د پښتون کونسل پخوانی مشر مزمل د لاهور داتا ګنج بخش د مقبرې سره نژدې د یو هوټل نه پولیسو پورته کړي دي.

د پښتون تحفظ مومنټ یو بل غړي غړي محسن داوړ هم په خپل ټوېټر لیکلي د پنجاب پولیسو د غورځنګ یو مهم مشر علي وزیر نیولی دی. په ټولنیزو رسنیو بیا یو شمیر خلکو د پولیسو دغه ګام غندلی.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې پخواني مشر پروفیسر اعجاز خټک په ټویټر دغه ګام غندلی او لیکلي ٫٫ اول د پاکستان میډیا لخوا د پي ټي ایم پرامنه احتجاجونه ودرول، بیا دهړکې، او اوس د ریاست لخوا د تحریک غړي نیول. ددې په هر حال کې غندنه خو په پرامنه لار پکار ده.٬٬

د پنجاب پولیسو لخوا د پي ټي ایم دغه مشران په داسې وخت نیول شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سبا له د پنجاب په سرښار لاهور کې لویه جلسه اعلان کړې او د لاهور ښار ضلعي انتظامې نن د دغې احتجاجي جلسې لپاره پي ټي ایم ته د اجازې یا اېن او سي ورکولو نه انکار کړی.

سره د دغې انکار د غورځنګ مشرانو په خلکو غږ کړي چې سبا له د لاهور موچي ګیټ کې کیدونکي دغه جلسې لپاره ځانونه ورسوي.