راشد خان په یواځې سر سن راېز حیدراباد د ايي پي اېل فاېنل ته ورسوه

افغان کرکټ ستوري راشد خان نن د اېي پي اېل په یوه مهمه لوبه کې (ال راونډ) هر اړخیزه غوره لوبه وکړه او خپله لوبډله سن راېز حیدراباد (اېس ار اېچ) لوبډله يې فاېنل یا د سر لوبې ته ورسوله.

ننۍ لوبه د دواړه لوبډلو لپاره مهمه په دې وه چې ګټونګې ډله به په فاېنل کې د چېنايي سپر کنګ لوبډلې سره مخامخ کیدله. هم دغه وجه وه چې د اېس ار اېچ ټیم د تیرو لوبو په مقابله کې نن خپله ښه لوبه وه نه کړی شوه.

د راشد خان لوبډلې په خپل لومړي پړاو کې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې. په دغه منډو کې د راشد خان ۳۴ منډې مهمې ډېرې وې.

د سن راېز حیدراباد ۶ لوبغاړې په ۱۷ اورونو کې یواځې ۱۳۴ منډې جوړې کړې وې. خو راشد خان د لوبې په اخېري دوو اورونو کې په لسو بالونو ۳۴ منډې یا رنز جوړ کړل. په دغو کې ۴ شپږیزې او یوه څلوریزه وه.

که څه هم دغه حدف دومره نه وو او د کلکته ناېټ راېډرز لوبډلې په روان اېي پي اېل کې د دې نه زیات حدف په اسانه ترلاسه کړی. خو په توپ اچونه یا بالنګ کې راشد خان یو وارې بیا خپل اهلیت وښود. راشد خان پرله پسې د مخالفه ډلې مهم لوبغاړي، کرېس لاېن، ار وی اوټاپا او د وېسټ انډیز پیژندلی انډری رسل اوسوځول. راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې یواځې ۱۹ منډې ورکړي او درې لوبغاړي يې سوځولي.

خو د لوبې په اخېري دوو اورونو کې په باونډرۍ د راشد خان د مخالفه ډلې دوو لوبغاړو شاویم ماوي او شوبمن ګل کیچونه هم واخېستل، دغه دواړه لوبغاړي د مخالفه ټیم د ګټې اخيرۍ تمې لیدل کېدلې.

د دغه لوبې وروستو د لوبې کمټريټرانو او مطبوعاتو کې لیکل کیږي چې راشد خان په یواځې سر سن راېز حیدراباد فاېنل ته بوتلل. د دې لوبې وړاندې سن راېز حیدراباد خپلې څلور لوبې باېللې وې او دا ګمان کیدو چې نن به د کی کی ار لوبډلې مقابله وه نه کړی شي.

راشد خان ته د غوره لوبغاړي ایوارډ هم ورکړی شو کوم چې هغه تیره اونې په جلال اباد کې په یو کرکټ میچ کې وژل شوو لوبغاړو او افغانانو په نامه کړو.