راتلونکې مياشتې نه به د کډوالو بيرته ستنېدل پېل شي: عبدالقادر بلوچ

د رياستونو او سرحدي سيمو وزير ووئيل ، د دوه ميلينه کډوال شوؤ خلکو د بيرته ستنېدو او د هغويې د بيا بحالۍ دپاره د يو ارب روپو ضرورت دی .

د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزير عبدالقادر بلوچ وئيلي ، په عارضي توگه د کډوال شوؤ بيرته خپلو علاقو ته ستنېدو عمل به د راتلونکې مياشت څخه پېل شي ، او د کډوالو د بيا ودانولو دپاره د سل اربه روپو ضرورت دی .

عبدالقادر بلوچ نن د شورو په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، د کډوالو بيرته خپلو خپلو علاقو ته د ستنېدو عمل به د راتلونکې مياشتې (فرورۍ) د نيمايۍ څخه پېل شي ، او په يو کال موده کې به دغه عمل سرته ورسي .

د رياستونو او سرحدي سيمو وزير ووئيل ، د دوه ميلينه کډوال شوؤ خلکو د بيرته ستنېدو او د هغويې د بيا بحالۍ دپاره د سل اربه روپو ضرورت دی .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ تېر کال د جون په مياشت کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، چې تراوسه دوام لري ، او وروستو د اکتوبر په مياشت کې دغه پوځي عمليات د خېبرايجنسۍ پورې غځول شوي ، او د خېبر ون په نوم دغلته هم عمليات روان دي .

د قبائيلي سيمو نه د پوځي عملياتو له کبله د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي ، او د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

د قبائيلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د مرستو او انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای ) د شمېرې ترمخه دا وخت د شمالي وزيرستان نه يو لاک دوه زره اووه څلوېښت کورنۍ کډوالې دي . او خېبرايجنسۍ نه يو لاک ۷۶ زره ۳۹۶ کډوال شوې کورنۍ رجسټرډ شوي دي ، او په دغې شمېره کې ۲۶۹۹۰ رجسټرډ او غېررجسټرډ کورنۍ بيرته لېږل شوي دي .

د عبدالقادر بلوچ په وينا ، حکومت د کډوالو زر تر زره بيرته لېږلو دپاره هر ممکن گام پورته کوي ، او حکومت به د قبائيلي سيمو خلکو ته د اوښتي تاوان معاوضه هم ورکوي .

نوموړي وزير وئيلي ، شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپرېشن روان دی ، او د ترهگرۍ د خاتمې دپاره به بل اپرېشن د پاکستان په ښارونو او کليو کې کولی شي .

بلوچ د ترهگرۍ په ضد جهگړې د گټې دپاره د گډو هڅو کولو په خبره زور راوړی ، او وئيلي يي دي چې ميډيا دې هم د پوليس او سول انتظاميې سره په دغې لړ کې مرسته وکړې .