امريکا :پاکستان به شمالي وزيرستان کې دعملياتو پريکړه پخپله کوي

امريکا :پاکستان به شمالي وزيرستان کې دعملياتو پريکړه پخپله کوي

امريکا هيله څرگنده کړې ده چې پاکستان به پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات ارو مرو کوي خو ددغو عملياتو دوخت ټاکنه به دپاکستان پوځ پخپله کوي.

تيره ورځ په پينټاگان کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دامريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وويل دواړو هيوادونو دې لوري ته خپله توجو گرځولې ده چې څنگه بايددترهگرۍ دخطرو څخه دځان ژغورنې دپاره دپاکستان سره مرسته نوره هم وغځول شي.
هغه وويل امريکا دپاکستان په سوچ کې دبدلون راوستلو پځايې زياته توجو دمرستو په اړخ کوي.
دهغه وينا وه دا وخت دپاکستان يو لکو او څلويښتو زرو څخه زيات پوځيان قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په مبارزه بوخت دي چې دا يوه ښه هڅه ده.
رابرټ گيټس وويل دترهگرو له لوري دپاکستان دحکومت څخه وروستو اوس ټائمز سکوائر کې بريد پورې رسد دا خبره په ډاگه کوي چې ددغو ترهه گرو مخه نيول زمونږ ددواړو په گټه کې دي.
ددفاع وزير وويل مونږ ته به ترهه گر نۀ يواځې دپاکستان دننه بلکې دپاکستان څخه بهر په ځانگړي ډول امريکا کې هم دترهه گرۍ دپيښو څخه منعې کول وي.
بلخوا دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن په واشنگټن کې خبريالانو ته وئيلي دي چې دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني يو کال دمخه په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو اشاره ورکړې وه خو ددغو عملياتو فيصله به پاک پوځ دخپلو حالاتو ، وسيلو او دمناسب وخت په نظر کې دنيولو څخه وروستو کوي.
ښاغلي مولن وويل مونږ دپاکستان دستونزو احساس لرو، دپاکستان پوځيان وړاندې څخه په نورو قبائيلي سيمو کې په عملياتو بوخت دي.
امريکائي چارواکو دپاکستان په نورو قبائيلي سيمو کې دپوځي عملياتو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې اوس اوس دامريکا دقومي سلامتۍ مشير او دسي ائي اى مشر داوباما انتظاميې له لوري پاکستان ته ليږل شوي دي.
راپورونه وائي دغو دواړو مشرانو په پاکستاني چارواکو ټينگار کړى دى چې په شمالي وزيرستان کې هم دتندلارو دچقولو دپاره عمليات پيل کړي.
دامريکا دلوري دجنوبي وزيرستان څخه وروستو په نورو سيمو کې دعملياتو پيل کولو دغه غوښتنې وروستو له هغې زور نيولى چې په تيرو ورځو کې دنيويارک په ټائمز سکوائر کې دناکامه بمي بريد په تور پاکستاني نژاده امريکائي وگړى فيصل شهزاد ونيول شو.
فيصل شهزاد دپلټنو په مهال منلې وه چې هغه دبمونو جوړولو چل په وزيرستان کې دطالبانو څخه زده کړى دى.