د انساني حقوقو تنظیم سعودي عرب کې د مرگ سزاگانې غندلې

د مرگ نه څو ساعته وړاندې یو ځوان د بخښنې نړیوال تنظیم ته په یو ټیلې فون پیغام کې ویلې چې ددوې مقدمه پټه ساتل شوې وه او د مقدمې په وخت یو قاضي او یو د امنیتي ادارې تن وو

د بخښې نړیوال تنظیم یا ایمنسټي انټرنیشنل په سعودي عربستان کې د اووه ؤ ځوانانو د اعدام کولو عمل د غندلو ترڅنگ ویلي اووه واړه ځوانانو ته دا حق ور نه کړل شو چې د وکیل لخوا د ځانونو دفاع وکړي او نه ورته د اپیل کول چانس ورکړل شو.
په خپل یو بیان کې د بخښنې نړیوال تنظیم ویلي اوو] واړه ځوانان د شورو په سهر په اباه ښار کې په ډزو ووژل شول.
د مرگ نه څو ساعته وړاندې یو ځوان د بخښنې نړیوال تنظیم ته په یو ټیلې فون پیغام کې ویلې چې ددوې مقدمه پټه ساتل شوې وه او د مقدمې په وخت یو قاضي او یو د امنیتي ادارې تن وو.
د منځني ختیز او شمالي افریقې لپاره د ایمنسټي انټرنیشنل مشر فلپ لودر وايي "مونږ په سعودي عربستان کې د اووؤ کسانو په اعدام باندې ډیر ناکراره یو مونږ د هر مرگ سزا خلاف یو خو په دې ځانگړې پیښه ډیر غمژن یو."
اعدام شوې یو تن د مرگ نه وړاندې ریکارډ شوې د دوه منټه او ٣٥ سېکنډونو یو پیغام کې ویلي قضیه يي په انصاف برابر نه وه او بیا له سره دې پیل کړی شي.
اعدام شوې کسان د شوکې یا د غلا په تور په کال ٢٠٠٥ او شپږم کې نیول شوې وو. په دغو کې دوه کسان د گرفتارۍ په وخت تنکې ځوانان وو.
سعودي عربستان د نړۍ د هغو څو هیوادونو څخه دې چې د مرگ سزا په کې قانوني حېثیت لري. په سعودي عرب کې اکثر د مرگ په سزا گرم تن څخه د خلکو مخکې سر قلم کول کیږي. خو دغه اووه ځوانان په ډزې وژل شوې دي.
په دې حقله نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډو خبریال نصیر احمد کاکړ رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

Saudi Executions Amnesty