سعودي خارجه وزیر قطر سره د شخړې د هوارېدو امکان څرګند کړی دی

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ زوم او مشیر جېرډ کشنر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سعودي عرب د سفر نه پس په دوحه کې قطري مامورینو سره خبرې وکړې

د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فېصل بن فرحان السعود د جمعې په ورځ وویل قطرسره د شخړې حل رانژدې شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د سعودي خارجه وزیر د خبرو نه وړاندې کویت د سعودي عرب او قطر ترمنځ تاوتریخوالي د ختموولو په اړه مذاکراتو کې د پرمختک اعلان کړی و.

کوېت او امریکې د سعودي عرب او قطر ترمنځ د لانجې د خاتمي دپاره کوښښونه کړي دي. د دواړو ملکونو په تاوتریخوالي کې سعودي‌ عرب، متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر د کال ۲۰۱۷ راهسې د قطر سره سفارتي، تجارتي او سفري تعلقات ختم کړي دي.

په سیمه کې د ایران د اثررسوخ مخه نیولو دپاره امریکا د خلیج د عرب ملکونو ترمنځ یوالې غواړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ زوم او مشیر جېرډ کشنر د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سعودي عرب د سفر نه پس په دوحه کې قطري مامورینو سره خبرې وکړې.

سعودي خارجه وزیر فېصل بن فرجان السعود وویل د صدر ټرمپ د ملاتړ او د کویت د کوښښونو په نتیجه کې په تېرو څو ورځو کې ډیر پرمختګ شوی دی. هغه خوشبينې څرګنده کړه چې د اړونده ملکونو ترمنځ به زر معاهده وشي.

رويټرز په واشنګټن کې د یوې سرچینې وویل یوه ابتدايي معاهده تیاره شوي ده او په راتلونکو څو هفتو کې به لاس لیک کړی شي.

د کویت د حکومتي خبري ادارې ترمځه د کویت امیر شیځ نواف الاحمد الاصبا د جمعې په ورځ د پرمختګ هرکلی وکړو.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو وویل امریکا امید لري چې د قطر او سعودي عرب ترمنځ لانجه به حل شي.

رویټرز وايي په لانجه کې ککړ ملکون د امریکې نژدي ملګري دي. په قطر، بحرین، متحده عرب اماراتو او سعودي عرب کې امریکايي ځواکونه مرکزونه لري.

د قطر بایکاټ کوونکو ملکونو په قطر د ترهګرۍ د حمایت الزام لګولی و چې قطر یې تردېد کوي.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په خپل ټویټر پیغام کې وویل هغه امید کوي چې په خلیج کې مفاهمت به د سيمې د ولس سیاسي او اقتصادي پرمختګ په ګټه وي.

د قطر بایکاټ کوونکو ملکونو قطر ته د ۱۳ غوښتنو فهرست ورکړی وی چې پکې د الجزیره ټېلې وژن بندول، د ترکي یو مرکز تړل، د اخوان المسلیمون سره روابط قطع کوول او د ایران سر روابط کموول شامل دي. په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چی ایا قطر راضي شوی چې دغه مطالبې ومني.