واشنگټن —
پاکستان وایي د سعودي عربستان او ایران ترمنځه راپورته شوي ډپلوماټیکي کړکیچ راکمولو هڅې ځکه کوي چې اغیز به يي په پاکستان هم وي. د بهرنیو چارو لپاره د وزیراعظم نواز شریف صلاحکار سرتاج عزیز ډیوه ریډیو ته ځانگړې مرکه کې ویلي د ریاض او تهران تاوتریخوالی به نه یوازې د شام، یمن او لیبیا د کشالو په اړه مشکل رامنځته کړي بلکه په پاکستان کې دننه به فرقه ایزه کړکیچ هم زیات کړي.
د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو دپاره د پاکستان د کوښښونو په باره کې د ډیوه خبریال نصیر احمد کاکړ سرتاج عزیز سره مرکه دلته اوریدئ شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5