سعودي عرب ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه

د سعودي عرب حکومتي میډیا تر مخه پاچا سلمان د سه شنبې یا نهې په ورځ د یو شاهي فرمان لاندې په هیواد کې ښځو ته د موټر چلولو اجاره ورکړې. د دغه اعلان وړاندې سعودي عرب په نړۍ کې یواځېنی هیواد وو چې ښځو ته د ګاډو چلولو اجازه نه وه.

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې ترمخه په دغه شاهي فرمان کې ویل شوي چې یوه کمیټي به جوړیږي او په ۳۰ ورځو کې به د دغه امر عملي کولو په لارو چارو فکر کوي، چې دغه کار د راروان کال د جون د میاشتې نه عملي شي.

په دغه شاهي فرمان کې وړاندې ویل شوي دغه ګام دې ٫٫ د شرعي اصولو سره سم وي ٬٬ خو د دغه خبرې نور څه وضاحت نه دی شوی.

په سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو اجازې نه ورکولو په سر د ډیر وخت راهسې نیوکې کیدلې. په ګرده نړۍ کې سعودي عرب یواځېنی هیواد وو چې ښځو ته دغه اجازه نه وه ورکړی شوې. د سعودي عرب د قانون تر مخه ښځې مکمل پرده کوي او د محرم نه بغیر زیات تره قانوني کارونه هم نه شي ترسره کولی.

امریکا د سه شنبې په ورځ د سعودي عرب د دغه ګام هرکلی کړی. د امریکا خارجه وزارت ویاندې ویلي ٫٫ مونږ د دغه ګام هرکلی کوو او دغه کار د سعودي عرب لخو سم ګام دی.٬٬

د سعودي حکومت زیاته کړې دغه فیصله یې ځکه کړیده چې ښځو ته د موټر چلولو د اجازې نه ورکولو په سر د نړیوالو نیوکو سره مخ وو او په ملک کې دننه هم ډیرې مسلې پیدا شوې وې.