امنېتي کونسل د ایران پر ضد د نوي بندیزونه قرارداد منظور کړی

Anggota Pertahanan Sipil dan Brigade Hutan Spanyol membantu memadamkan kebakaran hutan di Riveira, dekat kota La Coruna, Spanyol.

د ملگرو ملتونو امنیتي کونسل د ایران د لانجمن اټومي پروگرام پرسر د ایران پرضد د نورو بندیزونو د لگولو منظورې ورکړې ده.

د شورو په ورځ د امنیتي کونسل 15 غړو هیوادو کې 12 غړو د قرارداد په حق کې راېې ورکړي دي.
دوو نورو غړو هېوادو ترکیه او برازیل د دغه قرارداد مخالفت کې رایې اچولي دي او لبنان په رایې اچونې کې برخه اخستې نه ده.
د قرارداد وړاندې کیدو نه لږ شیبه مخکې د برازیل او ترکیه استازو قرارداد مخالفت کولو په حق کې خپل سپېناوي بیانونه ورکړل.
د برازیل استازي وویل چې د نوي قرارداد سره به ایران ته غلطې اشارې ملاو شي. ترکیه او برازیل په نزدیو کې یو جوړجاړی کړې ؤ چې ترمخه یې ایران خپل ځیني یورنیم غني کولو لپاره ترکیه ته لیږل ؤ.
د ترکیه او برازیل استازو په دی خبرې خپلې اندیښنې وښودلې چې امریکا، روسیا او فرانس د شوي تړون په حقله خپل رسمي ځواب د قرارداد نه څو ساعته وړاندې ورکړو.
ملگرو ملتونو ایران پرضد درې واره مخکې هم بندیزونه لگولي دي.
د ایران صدر محمود احمدي نژاد خبرداری ورکړی و چې د نوي بندیزونو لگولو سره ایران به نړیوالې ټولنې سره د خپل اټومي پروگرام په سره خبرې اترې ختمې کړي.