د باچا خان پوهنتون واېس چانسلر ټاکنه په پیښور هايي کورټ کې چیلنج شوې

د ګل په ورځ په پېښور هايي کورټ کې د چارسدې باچا خان یونیورسټۍ د واېس چانسلر ډاکټر ثقلین نقوي ټاکڼه په دې سبب چلینج شوې چې نوموړی د وړاندې نه د یوې طالب علمې سره په جنسي زورنې محکوم شوی.

د دغه پوهنتون یو کارکونکي شفیق الرحمان په پېښور هايي کورټ کې د ډاکټر ثقلین نقوي د ټاکنې پرضد یو خواست کې ویلي د پوهنتون د مشر په هیڅ د ښاغلي نقوي ټاکنه غیر قانوني ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت روان کال د جون میاشتې په ۹مه نیټه پروفیسر ثقلین نقوي د دریو کالو پورې د پوهنتون وي سي انتخاب کړی وو. نوموړی د وړاندې نه د راولپنډۍ پیر مهر علي شاه زرعي پوهنتون کې د یوې جینۍ سره د جنسي زورنۍ په قضیه کې محکوم شوی دی.

د شفیق الرحمان لخوا جمع شوي خواست کې د باچا خان پوهنتون رجسټرار، اکیډمک سرچ کمیټي، د پاکستان د لوړو زده کړو یا هاېير ایجوکیشن کمیشن، د پښتونخوا هاېير ایجوکیشن کمیشن او پخوانی پوهنتون هم چیلنج شوي.

په دغه خواست کې ویل شوي دغه پروفیسر نور صادق او امین نه دی پاتې نو ځکه هغه د پوهنتون واېس چانسلر نه شي انتخاب کیدی.

د پروفیسر ثقلین نقوي په ټاکنه د وړاندې نه هم سختې نیوکې کیدلې چې د پښتونخوا صوبايي حکومت د هغه ټاکنه په سیاسي بنیادونو کړې ده.

د پروفیسر ثقلین نقوي لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي د پیر مهر علي شاه زرعي پوهنتون لخوا هغه ته این او سي یا اجازته نامه ورکړی شوې ده.