امریکايي اداره: خارجه او د دفاع وزارتونه د افغانستان په اړه معلومات خفیه ساتل غواړي

جان ساپکو

د افغانستان د بیاروغونې دپاره د امریکې په هلو ځلو د نظر ساتنې ادارې مشر ویلي د امریکې خارجه وزارت او د دفاع وزارت هغه معلومات خفیه ساتل غواړي چې د افغان حکومت او د افغان پوځ په نسکورېدو او افغانستان نه د امریکې په انخلا د ځان پوهوولو په لړ کې ورته د کانګرس غړي او عام ولس ضرورت لري.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه سپېشل انسپکټر جنرل فور افغانستان ريکنسټرکشن (سیګار) یا د افغانستان د بیا رغونې خصوصي معاینه کوونکي جان ساپکو وویل د اګست په میاشت کې چې څه وشول او یا د خبردارۍ هغه نخښې نښانې چې د دغې نتیجې اټکل یې کولی شو، یوازې هله معلومېدلی شي چې خارجه وزارت او د دفاع وزارت، پېنټګان، د ولس نه خفیه ساتل شوي معلومات څرګند کړي.

د رویټرز په رپورټ کې د خارجه وزارت د ترجمانې له قوله وېل شوي چې وزارت په عارضي ډول د ځینو معلوماتو د خفیه ساتلو غوښتنه کړې ده چې د انخلا په هکله د امنیت په غرض دې د افغانانو او د همکار افغان تنظیمونو نومونه خفیه وساتل شي.

ترجمانې وویل خارجه وزارت یوازې شناخت د ظهارولو تفصیلات خفیه ساتل غواړي خو سیګار یې د څرګندولو اختیار لري.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د امریکې د دفاع وزرات، پېنټګان، په سمدستي ډول دریځ معلومولو دپاره د رویټرز خواست ته ځواب ونه وېلو.

جان ساپکو خبریالانو ته وویل چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته ورته خارجه وزارت وویل چې امریکې سره د تړلو افغانانو تحفظ یقیني کولو دپاره دې په انټرنېټ د سيګار ځینې رپورټونه ته رسايي په عارضي ډول وځنډوي.

ساپکو وویل د کومو کسانو په اړه چې ګڼل کېږي ذکر یې د سيګار په رپورټونو کې شوی دی، دوی ته د دړکو خاص تفصیل نه دی وړاندې کړی شوی. ساپکو ویول په "ناخوښۍ" یې دغو دستاوېزاتو ته رسايي وځنډوله.

ساپکو وویل خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، غواړي د سیګار په وېب پاڼه 2400 دستاوېزات دې خفیه وساتل شي.

ساپکو وویل د سټېټ ډپارټمنټ ځېنې غوښتنې "عجیبه" وې چې پکې د افغانستان د پخواني صدر اشرف غني نوم د وېستلو غوښتنه هم وه.

هغه زیاته کړه چې کله سيګار د خارجه وزارت د غوښتنو جاج واخیستلو نو ویې موندل چې یوازې څلور دستاوېزات داسې دي چې باید خفیه وساتل شي، نورو معلوماتو ته رسايي په ځای وساتل شوه.

جان ساپکو وویل کانګرس ورته ذمه واري ورکړې چې د افغان حکومت او د افغان پوځ د نسکورېدو په اړه تحقیقات وکړي خو د 2015 راهسې پېنټګان سیګار منع کړی چې په یو شمېر موضوعاتو په معلومات نه څرګندوي. هغه وویل وېل کېږي چې پېنټګان دغه ګام د اشرف غني په وېنا اخیستی و.

جان ساپکو وویل په دې پوهېدلو دپاره چې ایا افغان امنیتي ځواکونه يو "حقیقي جنګي قوت او که د تاش د پاڼو کور" دی، د دې اندازه د تلفاتو د شمېرو او د پوځي دستو (پوځي یونېټو) د طاقت په اړه معلوماتو نه کېدلې شوه.