اولیمپکس لوبو کې په هندوستان لگول شوي پابندي ختمه شوه

دا وخت تر ټولو زیات میډلونه یا تمغې هالینډ، ناروی او کنیډا د اوو اوو تمغو سره په وړمبي صف کې دي. امریکا په څلورمه پوړۍ ولاړه ده

د انیټر نیشنل اولیمپکس کمیټۍ په هندوستان د کال ٢٠١٢ راهسې لگول شوي پابندي د نهې په ورځ لرې کړه او دا رنگ د روس سوچي ښار کې د ژمي اولیمپکس په روانو مقابلو به هندي لوبغاړي اوس برخه اخېستی شي.
په هندوستان دغه پابندي د هیواد اولیمپکس ایسوسې ایشن ته د نااهله چارواکو د انتخاب ورسته لگول شوي وه چې اولس لرې کړی شوي دي او په نتیجه کې په هندوستان بندیز لری کړی شو.
د پابندۍ لرې کیدو ورسته به د هندوستان درې لوبغاړي په مقابلو کې برخه اخېستی شي او د سوچي کې د اولیمپکس د پاره په عارضي توگه اباد شوي کلې به د هندوستان قامي بیرغ هم پورته کولی شي.
د پاکستان یو لوبغاړی په مقابلو کې برخه اخلي.
د روانې میاشت په اوومه نیټه شورو شوي د ژمې اولیمپکس کې په وارو د لوبو مختلفې مقاهبلې کیږی چې د نړۍ گڼ شمیر هیوادونه پکې شرکت کوي.
دا وخت تر ټولو زیات میډلونه یا تمغې هالینډ، ناروی او کنیډا د اوو اوو تمغو سره په وړمبي صف کې دي. امریکا په څلورمه پوړۍ ولاړه ده.