د نیلسن مینډیلا صحت په ښه کیدو دی

جنوبي افریقا کې د نسل پرستۍ خلاف د کوششونو په لړ کې نیلسن مینډیلا ته د نوبل انعام هم ورکړی شوی دی

د جوبې افریقې پخواني صدر او د نسل پرستۍ خلاف نوبل انعام یافته سیاستدان نیلسن مینډیلا صحت په ښه کیدو دی.
د جنوبي صدر جیکب زومه د دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوی بیان وايي د ٩٥ کلن مینډیلا صحت په قراره ښه کیږي خو د هغه عمومي وضیعت نازک دی.
نیلسن مینډیلا چې د جنوبي افریقې وړمبی تور پوستکی منتخت صدر وو، د هغه لور د جمعې په ورځ ویلي پلار يي په خپله د کښېاناستو جوگه دی.
نیلسن مینډیلا دوه میاشتې وړاندې د سېنې د ناروغۍ په وجه د پریټوریه هسپتال کې داخل کړی شوی دی.
د جنوبي افریقې حکومت د هغه د صحت په هکله ډیر لږ معلومات وړاندې کړې دي. زیاتره افریقایان نیسن مینډیلا قامي مشر گڼې او د هغه د ښه کیدو دعا کوي.
نیلسن مینډیلا د ژوند ٢٧ کاله د جنوبي افریقې د سپین پوستکې نسل پرست حکومت د لادندې په زندان کې تیر کړې دي. کال ١٩٩۴ کې هغه صداراتي انتخابات وگټل او د هیواد وړمبې تورپوستکی صدر وټاکلی شو او په نتیجه کې يي جنوبي افریقا کې د نسلې تعصب خاتمه هم وشوه.
جنوبي افریقا کې د نسل پرستۍ خلاف د کوششونو په لړ کې نیلسن مینډیلا ته د نوبل انعام هم ورکړی شوی دی.