په غزه تازه برید کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي په اسرایل کې ۲ کسان په چړو وهل شوي

د اتوار/ یکشنبې په سهار اسرایل په غزه تازه بمباري کړې چې پکې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي. په وژل شوو کې ۴ هغه بې کوره شوي کسان هم وو چې د یو هسپتال په خوا کې په یوه خیمه کې پاتې کېدل. اخوا په تل ابیب کې د یو فلسطیني تن لخوا په چړو دوه اسرایلیان وژل شوي.

په غزه کې د روانې جګړې ۱۰ میاشتې پوره کېدو او تیره اونۍ په لبنان او ایران کې د حماس وسله والو دوو مشرانو د وژل کیدو وروسته په دغه سیمه کې تاو تریخوالی نور سېوا شوی او د جګړې خوریدو ویرې ډېرې شوي دي. د حماس د مشرانو تازه وژنو په سیمه کې د ایران او د ملګرو لخوا یې د بدل اخستو خطرې ډېر کړي او د یو سیمه ایز جنګ د خوریدو اندېښنې ډېرې شوي.

په تل ابیب کې د یو فلسطیني تن لخوا یوه ۷۰ کلنه اسرایلي میرمن او ۸۰ کلن سړی په چړو وهل شوي. په اسرایل کې د بیړنۍ مرستو ادارې او یو نژدې روغتون تر مخه په دغه پېښه کې دوه نور کسان ژوبل شوي هم دي. د تل ابیب پولیسو ویلي چې دغه برید یو فلسطینی وسله وال کړی څوک چې ٫٫ بې کاره٬٬ کړل شوی.

د بیړنۍ مرستو ادارې ویلي چې ژوبل شوي کسان په دریو جدا جدا ځایونو کې موندل شوي او د یو بل نه ۵۰۰ میټره لرې وو. پولیسو په شورو کې ویلي وو چې دوي د نورو شکمنو کسانو لټون کوي خو وروسته یې دغه امکان رد کړو چې په برید کې د یو نه زیات کسان لاس لري.

تیره اونۍ د اسرایل لخوا په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې د یو مشر او په تهران کې د حماس وسله والې ډلې سیاسي مشر د وژلو وروسته د ځوابي حملو د خطر سره مخ دی. دغه دواړه مشران په غزه کې روانې جګړې په ترڅ کې وژل شوي کومه چې تیر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د برید وروسته شورو شوې.

اخوا په غزه کې د اتوار/ یکشنبې په سهار د اسرایل لخوا هوايي بمباري شوې. په دغه بمبارۍ کې د الاقصی هسپتال سره نژدې د بې کوره شوو فلسطینیانو یوه خیمه هم په نخښه شوې او پکې څلور تنه وژل شويږ په وژل شوو کې یوه ښځه هم ده. د غزه د صحت وزارت تر مخه په دغه بمبارۍ کې ځیني نور کسان ژوبل شوي هم دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې یو خبریال د دغه برید وروسته د یو تن لخوا د ژوبلو کسانو د مرستې کولو، وژل شوي کسانو راویستلو او دغلته لګیدلي اوور د وژلو هڅې هم ریکارډ کړيږ

د اسرایل پوځ ویلي چې دوي یو فلسطینی وسله وال په نخښه کوو چې ورسته بیا اضافي چاودنې شوي٫٫ چې په دغه ځاې کې د وسلې موجودګي ښايي.٬٬

په دیرالبلاح کې دغه روغتون د سیمې بنیادي روغتون دی چرته چې په زرګونو فلسطینیانو د جګړې شورو کیدو وروسته پناه اخستې. دغه فلسطینیان د جګړې د لاسه بې کوره شوي او په عارضي کېمپونو کې ژوند کوي. د ځايي روغتون تر مخه په دېرالبلاح کې په یو کور شوي برید کې یوه تنکۍ جینۍ او د هغې مور او پلار هم وژل شوي.

غزه کې د بې ځایه شویو خلکو په یو سکول باندې د اسرایلو هوايي برید د خالي/ شنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان ووژلي

د غزه په شمالي سیمه کې په یو بل اسرایلي‌ برید کې اته نور کسان هم وژل شوي. په دغه وژل شوو کې درې ماشومان، د هغوي مور او پلار او نیا هم وژل شوې. د دغه وژنو پخلی د غزه د صحت وزارت کړی. په غزه ښار کې په یو ګاډي شوي برید کې بیا درې نور کسان وژل شوي. د غزه د سېول دیفنس څانګې امدادي‌ کارکونکو د دغه وژنو پخلی کړی.