په شام کې حکومتي مېډیا خبر ورکړې دې چې په پایه تخت دمشق کې په یو ځانمرگي برید کې لږ تر لږه 25 کسان وژل شوي او لسگونو ژوبل شوي دي.
د شام سرکاری صنا خبري سرچېنې ویلي چې ځانمرگي تن د جمعې په ورځ د دمشق په مرکزي مېدان سېمې کې ځان الوځولې دې.
چارواکي وائي پيښه کې نزدې 46 کسان ژوبل شوي دي.
خبرې ادارې وایی ددغه ځانمرگي برید هدف د پولېسو یو وړونکې یو بس ؤ.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولېت په غاړه نه دې اخستې. دوه اونی وړاندې هم دمشق کې په حکومتی ودانیو ترسره شوي دوؤ بمي بریدونو کې 46 کسان وژل شوي وؤ.