شام کې دوو بم چاودنو ۴٦ کسان وژلي

د امریکې فارن سیکریټري یا خارجه وزیر جان کیري په اردن کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ خپله وینا کې وویل په شام کې د ډز بندۍ ورځ تر ټولو زیاته دا وخت رانژدې شوي ده. هغه وویل صدر براک اوباما او د روس صدر ولادیمیر پوټن به په دې لړ کې خبرې اترې کوي او بیا به د ډزبندۍ پرځائې کولو باندې غور کولی شي

د امریکا خارجه وزیر جان کیري ویلي په شام کې د ډز بندۍ ورځ را نژدي شوي ده. جان کیري دا خبره په داسې مهال کړې چې د جنگ ځپلي هیواد په هومز ښار کې دوو بم چاودنو کې ۴٦ کسان وژل شوي دي.

برطانیه کې میشته شام د انساني حقوقو ډلې سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس ویلي دواڼه بم چاودنې د هومز ښار په الزاهره برخه کې شوي دي او چاودنو کې وژل شوي او زخمیان زیاتره ملکي خلک دي.

بلخوا، د امریکې فارن سیکریټري یا خارجه وزیر جان کیري په اردن کې د اتوار، یک شنبې، په ورځ خپله وینا کې وویل په شام کې د ډز بندۍ ورځ تر ټولو زیاته دا وخت رانژدې شوي ده. هغه وویل صدر براک اوباما او د روس صدر ولادیمیر پوټن به په دې لړ کې خبرې اترې کوي او بیا به د ډزبندۍ پرځائې کولو باندې غور کولی شي.

جان کیري وویل د شام خانه جنگي یو انساني کړکیچ دی خو ددې حل د صدر بشارالسد سره په اشتراک کې نشې راویستل کیدی.

په شام کې د ډز بندۍ په لړ کې هغه د خپل روسي هم منصب سرگی لاوو رو سره هم په ټیلې فون خبرې کړې دي، جان کیري وویل.