د افغان طالبانو پلاوي په چین کې د چارواکو سره خبرې کړي

د افغان طالبانو یو پلاوي د اتوار یا یکشنبې په ورځ د چین سفر کړی او د چینايي چارواکو سره يې د افغان سولې په اړه امریکا سره ځنډیدلو خبرو اترو په سر خبرې کړي.

د وسله والو طالبانو پلاوي دغه سفر دوه اونۍ وروسته دهغې کړی چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د څو میاشتو راهسې د طالبانو سره روانې خبرې اترې ناڅافي ختمې کړې او د دغې علت يې په افغانستان کې د طالبانو خونړي بریدونه وګرځول.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین د اتوار په ورځ په ټوېټر ویلي د طالبانو نهه کسیزه ډلې د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د چین سفر کړی. د سهیل شاهین تر مخه د اتوار په ورځ د طالبانو ډلې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ډېنګ شي جن سره لیده کاته کړي. د هغه په وینا د چین ځانګړي استازي ویلي چې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو اترو طریقه کار د افغان کشالې ختمولو سمه لار ده او دوي د دغې خبرو اترو ملاتړ کوي.

د طالبانو د ویاند په وینا د طالبانو مشر ملا برادر چینايي چاروکو ته ویلي چې طالبانو د امریکا سره خبرې اترې پېل کړې وې او دوي یو مکملې لوظنامې ته رسیدلي وو. نوموړي دا هم ویلي : ٫٫ که اوس د امریکا صدر خپلې خبرې او ژمنه پوره نه کړي نو په افغانستان کې د نورې تباهۍ او تشدد ذمه واري به د هغه وي.٬٬

تر دې دمه د چینايي چارواکو لخوا د طالبانو د ډلې سره د لیدو کتو په هیڅ غبرګون نه دی رامخې ته شوی.

چین ته د سفر وړاندې د افغان طالبانو ډلې روس او ایران ته هم سفرونه کړي او د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د خبرو ځنډیدو وروسته حالتو په سر يې ورسره خبرې کړي.