د ملگرو ملتونو چارواکو ویلې د پنځوؤ طالبانو نومونه د ادارې د بندیزونو د فهرست نه لرې کړی شوې دي. ددې گام غوښته د افغانستان حکومت طالبانو سره د جوړجارړي په خاطر کړې وه.
د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سیکیورټې کاؤنسل د بندیزونو کمیټۍ د داسې ١٣٧ کسانو نومونو ته بیا کتنه کوي چې د طالبانو او القاعدې سره د تعلق لرلو شک پې شوی دی.
چارواکو د جمعې په ورځ ویلې ملگرو ملتونو کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالحکیم مجاهد، محمد اورنگ، پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، عبدلستار پکتین او د دؤو مړؤ طالبانو نومونه د بندیزونو فهرست نه لرې کړی شوې دي.
دافغان صدر حامد کرزي غوښتنه ده چې لږ تر لږه د ١٠ طالبانو نومونو دې د بندیزونو د فهرست نه لرې کړی شي. په دې خاطر چې هاغه طالبان چې وسله غوځولو ته تیار وي، هغوې په سیاسې عمل کې شامل کړی شي.
دافغان صدر حامد کرزي غوښتنه ده چې لږ تر لږه د ١٠ طالبانو نومونو دې د بندیزونو د فهرست نه لرې کړی شي. په دې خاطر چې هاغه طالبان چې وسله غوځولو ته تیار وي، هغوې په سیاسې عمل کې شامل کړی شي.