کراچۍ : د مسافرو بس او ټرالر د ټکر په نتيجه کې ۴۱ کسان مړه

بس دومره په زوره د ټرالر نه تمبېدلی چې په ټرالر کې نښتی ؤ ، او بيا په مشينرۍ د بس څخه جدا کړی شوی دی .

د پاکستان سندهـ صوبې په سکهر ضلع کې د مسافرو يوبس او ټرالر د ټکر په نتيجه کې لږ ترلږه ۴۱ مسافر مړه او د يو درځن نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د اتوار په ورځ د سکهر ضلعې په پنوعاقل سيمه کې هغه وخت رامنځته شوې ، چې د مسافرو بس د پنجاب صوبې د ډېره غازي خان نه کراچۍ ته راروان وو ، او په پنوعاقل کې د ټرالر سره په ټکر شو.
چارواکو پېښه کې د زنانؤ او ماشومانو په گډون د ۴۱ مسافرو د مړه کېدو پخلی کړی دی ، او پېښه کې د بس ډرائيور هم ژوند دلاسه ورکړی دی .
امدادي ټيمونو پېښه کې ژوبل کسان د پنو عاقل روغتون ته رسولي دي .
د چارواکو په وينا د مسافرو بس د بل گاډي نه مخکې کېدو ، چې د بل اړخ نه د راتلونکي ټرالر سره په ټکر شو .
راپورونه وايې بس دومره په زوره د ټرالر نه تمبېدلی چې په ټرالر کې نښتی ؤ ، او بيا په مشينرۍ د بس څخه جدا کړی شوی دی .
د پوليس چارواکو په وينا پېښه د بس ډرائيور د غلطۍ له کبله رامنځته شوې ده ، ځکه چې هغه په غلط اړخ د بل گاډي نه مخکې کيدوهڅه کوله .
د پاکستان په بيلابيلو برخو کې وخت په وخت دغه رنگ ټريفکي پېښې رامنځته کيږي ، او زياتره وئيل کيږي چې د ټريفکي پېښو علت د ډرائيور غفلت يا تيز رفتاري وي .