د هیواد د قانون نافذ کونکو ادارو مشرانو ته وینا کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي عدالتونو په سیاسي بنیادونو د مهاجرت په اړه د هغه حکمنامه منسوخ کړې ده او خبرداری يي کړی چې ددې فیصله په نتیجه کې د هیواد امنیته ته خطرات راولاړیدی شي.
صدر ټرمپ وویل نه غواړي چې په کوم عدالت د جانبدارۍ تور ولگوي "نو ځکه نه غواړي چې دعدالت ته جانبدار ووايي." خو هغه زیاته کړه چې عدالتونه د سیاست ښکار شوي دي خو د عدالتي نظام دپاره به دا ډیره غوره وي چې یو بیان ولولي او هغه څه وکړي چې صحیح وي.
د صدارت منصب سنبالولو ورسته ډانلډ ټرمپ د یوې حکمنامې دلارې د اووه مسلمان اکثریتي هیوادونو څخه امریکې ته د مهاجرت ودرولو امر وکړو. خو ددې ورسته د یو فاقي عدالت جج د صدر ټرمپ په حکمنامه عملداري منسوس کړه.
وفاقي حکومت د عدالت ددغه فیصلې خلاف اپیل کړی دی او امکان دی چې د کیلیفورنیا ریاست په سین فرانسسکو ښار کې د اپیلونو عدالت هم دا هفته د صدارتي حکمنامې د منسوخۍ د عدالتي حکم په اړه خپله فیصله اعلان کړي.
د امریکي سرکاري وکیل او د واشنگټن سټیټ او د منیسوټا ریاستونو وکیلانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د سین فرانسسکو عدالته ته خپل دلیلونه ورکړل.