ټرمپ او باېډن په فلوریډا کې انتخابي کمپاېنونه ترسره کړي 

د امریکا په صدارتي ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره پاتې څو ورځو کې صدارتي کاندیدانو د زیارت په ورځ د امریکا مهم سویل ختیځ ایالت فلوریډا کې خپل انتخابي کمپاېن ترسره کړی.

د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن د بروورډ کالج نه بهر په ګاډو کې ناستوخپلو پلویانو ته ویلي، ٫٫ که فلوریډا ابي رنګ ته ووټ ورکړو، نو هر څه به پاې ته ورسي.٬٬ ابي رنګ د ډیموکریټ ګوند رنګ دی.

په دغه مهال جو باېډن په صدر ټرمپ نیوکې وکړې چې سره د کرونا وبا داسې غونډې کوي چې په جلسو کې یې خلک ډیر او بې د ماسکونو وي. جو باېډن د صدر ټرمپ انتخابي جلسو ته د کرونا وبا د خورولو دستورې ویلي.‌

په ټامپا کې خپلې دویمې جلسې ته د وینا په وخت باېډن ویلي چې دا صدر د کرونا وایرس نه علاوه نور ډیر څه خوروي. هغه په خلکو کې وېش او اختلاف خوروي. د جو باېډن دویمه جلسه د بارانه د لاسه لنډه کړې شوې وه.

په ټامپا کې بیا تیره ورځ‌ سهر په یو لوې سټېډیم کې د خلکو یوې لوې ګڼې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ یو ځل بیا اندازه ښودلې چې ریپبلکن ګوند به صدارتي انتخابات ګټي. او د نومبر په دریمه نیټه به یوه ٫٫لویه سره چپه٬٬ راځي.

ټرمپ ویلي،‌٫٫ مونږ به دا انتخابات په لویه کچه ګټو، تاسو به ګورئ.٬٬ د زیارت په ورځ ناوخته بیا صدر ټرمپ په نارت کېرولاینا کې یوه بله لویه جلسه هم کوله خو د بد موسم د لاسه د غه جلسه وځنډول شوه. صدر ټرمپ بیا خبریالانو ته ویلي، دغه جلسه به د ګل/ دوشنبې په ورځ کوي.

په ټامپا کې د وینا په وخت صدر ټرمپ ویلي، په راروانو څو اونیو کې به د کرونا وایرس پرضد ویکسین تیار وي او دا ژمنه یې وکړه ٫٫ د زیات عمر کسانو ته به دغه ویکسین تر ټولو وړاندې ورکړل کیږي. په فلوریډا کې د ۶۴ کالو نه د زیات عمر کسان صدر ته د رایې ورکونکو دریمه برخه وي.

په امریکا کې د کال ۱۹۹۶م راهسې د فلوریډا ایالت ګټونکې صدارتي ټاکنې هم ګټي. په فلوریډا کې ګټونکی کاندید د ۲۷۰ الیکټورل ووټونو کې ۲۹ ترلاسه کوي.

په امریکا کې د ریېل کلیېر پالټېکس نومې ادارې د نظر پوښتنو ترمخه ټرمپ او باېډن په فلوریډا او نارت کېرولاینا کې په سخته مقابله کې دي، خو په مېشيګن، پېنسلوینیا او وسکانسن کې صدر ټرمپ بیا د پخواني ناېب صدر نه وروسته دی. په امریکا کې قامي نظر پوښتنې ښايي چې جو باېډن د ټرمپ نه د ۷ نه تر ۸ پواېنټونو پورې وړاندې دی، خو دغه فرق پیا په ځینو مهمو ایالتونو کې د نیم نه هم زیات دی. دغه ایالتونه به دالیکټورل کالج د نتیجو فیصله کوي.

سږ کال په لویه شمیره کې امریکایان د نومبر د دریمې نیټې وړاندې رایې ورکوي. چې د دواړه کاندیدنو لپاره یا په حق کې کیدلی شي. خلک غواړي د کرونا وبا په دې ورځو کې د انتخاباتو په ورځ باندې لوې ګڼې ګوڼې جوړې نه کړي.

په امریکا کې تر اوسه د ۸۰ میلینو نه زیاتو خلکو وړاندې ووټونه یا ارلي ووټ اچولی. کوم چې د کال ۲۰۱۶ کې اچول شوو ووټونو د نیمایې نه زیات ووټونه دي. په دغه کال کې په امریکا کې ۱۳۸.۸ میلینه خلکو رایې ورکړې وې.

کومو امریکایانو چې د وړاندې نه رایې ورکړي د هغوي په دریو کې دوه برخې رایې ورکونکو یا خو خپلې رایې په ډاک لیګلي او یا یې بېلټ باکسونو کې اچولي، او پاتې نور بیا په ګرده امریکا کې جوړ شوي مرکزونو ته رایې ورکولو له ورځي.

جوباېډن د شورو یا چارشنبې په ورځ د ډېلویر په ویلمنګټن کې او ټرمپ د خالي یا شنبې په ورځ د فلوریډا په پام بیچ کې په یوه لاېبریرۍ کې رایې ورکړې. په امریکا کې دانتخاباتو او رایو ماهرین وايي د ریپبلکن ګوند ټرمپ او د هغه مخالفه د ډیموکریټ ګوند باېډن تر منځه صدارتي مقابله کې د کال ۱۹۰۸م را په دیخوا تر ټولو زیاتې رایې اچول کیدلی شي. په دغه کال کې ۶۵ فیصده د رایې ورکولو اهل امریکایانو رایې ورکړې وې.‌