د ترکي په ختیځ کې د واورې د ښوېدو په دوو پېښو کې ٣٨ کسان مړه، ٥٣ زخمیان او گڼ شمېر نور کسان بې درکه شوي دي.
په مړه شویو کې ٣٣ کسان د امدادي ډلې غړي وو چې په واوره کې د نورو بې درکه کسانو لټون دپاره د شورو، چهارشنبې، په ورځ سیمې ته ورغلي وو.
د ترکي د ایران سرحد سره نژدې سیمې ته د امدادي ادارو قریباً ٣٠٠ کارکونکي لیږل شوي وو چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ پرې د غر د خوا نه واوره ور وښوېده او دغه کسان په سړک د واورې دلاندې ښخ شول.
د ترکي د امدادي ادارې یو چارواکي وویل د پېښې د ځانی نه د ٣٣ کسانو مړي موندل شوي دي چې پکې پولیس، پوځي عسکر او رضاکاران شامل دي.
په دغه سیمه کې د واورې د ښوېدو بله پېښه د نهی، سه شنبې، په ورځ شوي وه چې پکې پنځه کسان مړه شوې دي.