کوئټه : د پاکستان او افغانستان په گډه پوله دوه شپانۀ وژل شوي

د پېښې وروستو په پوله د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي .

د راپورونو ترمخه د پاکستان او افغانستان په گډه پوله بديني باندې د افغان ځواکونو په ډزو کې دوه پاکستاني شپونکي وژل شوي دي ، د پاکستان چارواکو وئيلي شپونکي په غلطۍ سره اوړيدلي ، ولې افغان چارواکو وئيلي د پولې څخه اوړيدلي کسان طالب وسله وال وو .
د سرچينو په وينا د بلوچستان قلعه سيف الله نه لرې په پوله پرته سيمه بديني کې رامنځته شوې ده ، او د قلعه سيف الله اسټنټ کمشنر حميدالرحمان د دوه شپونکو د وژنې پخلی کړی دی .
د پاکستاني چارواکو په وينا شپونکي په غلطۍ سره په اوښانو پسې د پولې څخه اوړيدلي ، او افغان ځواکونو پرې ډزې کړي دي . راپورونه وايې د وژل شوؤ کسانو تعلق هم د قلعه سيف الله د بديني علاقې سره دی .
ولې راپورونه د افغان ځواکونو لخوا وايې چې دغه دواړه کسان وسله وال طالبان وو .
د بلوچستان صوبې هوم سيکرټري سيد اسد گيلاني وئيلي د پېښې پلټنې کوي .
سرچينې وايې دغه پېښه درې ورځې وړاندې رامنځته شوې وه ، او نن د وژل شوؤ شپونکو مړي پاکستاني ځواکونو ليويز ته حواله کړی شوي دي . او د پېښې وروستو په پوله د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي .
له دې څو مياشتې وړاندې هم د بلوچستان ژوب سيمې څخه لرې په پوله قمردين کاريز کې افغان ځواکونو پينځه پاکستاني وگړي په ډزو وژلي وو . او د پاکستان دفتر خارجه په دغه پېښه افغان چارواکو ته سخت احتجاج کړی ؤ .