متحده عرب اماراتو کې جهاز تباه شوی

په متحده عرب اماراتو کې د مسافرو یو ورکوټی جهاز د بوظهبې هوائي د اډې نه د اوچتیدو کیدو سملاسي ورستو غورځیدلی دی، په نتیجه کې يي جهاز کې سواره څلورواړه امریکایان مړه شوې دي.

امریکائي او د متحده عرب اماراتو چارواکو وئیلې جهاز د ریاض، سعودې عرب، د لارې امریکا ته په سفر وو چې د اتوار په شپه ناوخته غورځیدلی دی.

په پیښه کې د وژل شوؤ امریکایانو د شناخت په حقله څه نه دي وئیل شوې او تحقیقات کونکو د تباه شوې جهاز د ملبې جاج اختسل شوور کړې دي.

د متحده عرب اماراتو د هوابازۍ چارواکو وئیلې جهاز د پورته ورستو گس لاس ته تاؤ شو او په رن وی باندې اوغورځیدو او اور پې اولگیدو.

د متحده عرب اماراتو مطبوعاتي رپورټونه وائي جهاز د امریکائې کمپنۍ ټرپل ایس ایوي ایشن ملکیت وو چې مرکزي دفتر يي په ټیکسس ریاست او یو دفتر يي په دبۍ کې دی.