یوکرین وایي چې روس یې په حکومتي ویبسایټونو سایبري حمله کړې ده

یوکرین د اتوار/یکشنبې په ورځ په روس باندې د حکومتي ویبسایټونو د خرابولو الزام ولګاوه او ویې ویل چې دا سایبري حملې، د یوکرین په خلاف د ماسکو د "هایبرېډ جنگ" یوه برخه ده.

په داسې حال کې چې روس له وړاندې لا خپل یو لاکهـ پوځ د یوکرین ختیځې سيمې ترڅنګ راغونډ کړی، د یوکرین چارواکو ویلي: "ټول شواهد دا څرګندوي چې د دې سایبري حملې ترشا د روس لاس پټ دی."

د مایکروسافټ کمپنۍ خبر ورکړ چې د یوکرین د انتظامیې په مختلفو ادارو کې لسګونه کمپیوټري سیسټمونه په یو ډول ویجاړوونکې کمپیوټري وایرس ککړ شوي، د یوکرین حکومت یو بیان جاري کړ او هغه کې یې وویل: "ماسکو یو هایبرېډ جنګ جاري ساتلی او په عمل کې په معلوماتي او سایبري (کمپیوټري) برخو باندې زور اچول زیاتوي."

روس مخکې هم په کراتو د هېک کولو یا سایبري حملو په باب د یوکرین له اړخه لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د یوکرین د حکومت په کمپیوټري سیسټمونو کې دا وروستی سایبري برید په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د روس له خوا د یوکرین د کریمیا جزیره نما د قبضه کولو پس، اوس په یوکرین باندې د روس د حملې وېره زیاته شوې ده.

په جینیوا، براسلز، او وین کې تېره هفته د روس او مغربي ملکونو ترمنځ د یوکرین په سر د لانجې هواري دپاره تېره هفته مذاکرات او سفارتکاري هلې ځلې بې نتیجه پاته شوې.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان، سي بي اس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل امریکا آماده ده چې د روسي عسکرو د راغونډېدو په باب د روس سره بیا هم سفارتکاري خبرو ته کيني، خو که صدر ولاډمیر پوټین په یوکرین حمله وکړي، نو امریکا به د سختو اقتصادي بندیزونو په لګولو جواب ورکړي.

د مایکروسافټ کمپنۍ د خالي/شنبې په ورځ وویل چې اول ځل یې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په سافټ وئیر کې د انټرنېټي وایرس پته ولګوله، چې په هماغه ورځ د یوکرین حکومت شاوخوا اویا (۷۰) وېب سایټونه ټول په موقته توګه بند کړی شول.