لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او روس په یوکرېن کې د کړکېچ په اړه خبرې وکړې


په جنیوا کې د خبرو نه پس به روسي استازي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې د نېټو مامورینو سره خبري کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ به د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېنډ کواپرېشن اېن یورپ نومې یورپي تنظیم سره په ویانا کې خبرې کوي
په جنیوا کې د خبرو نه پس به روسي استازي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې د نېټو مامورینو سره خبري کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ به د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېنډ کواپرېشن اېن یورپ نومې یورپي تنظیم سره په ویانا کې خبرې کوي

امریکايي او روسي سفارتکارانو د ګل، دوشنبې، په ورځ په جنیوا کې د یوکرېن د کړکېچ په موضوع خبرې وکړې چې دا هفته د روس او د مغربي ملکونو ترمنځ د یوکرېن په موضوع د خبرو لومړۍ برخه ده. د امریکې د خارجه وزارت ترجمانې په یو بیان کې وویل روس سره د خبرو په لړ کې امریکا د یوکرېن او په یورپ کې د نېټو اتحادیانو سره په صلاح مشوره کار کوي.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې وویل امریکا په دې اصولو کار کوي چې کله د یوکرېن په شمول په یورپ کې د اتحادیانو د امنیت خبرشوي نو امریکا به د دوی په اړه د دوی نه بغیر څه ګام نه اخلي.

وویل ترجمانې امریکا د خپلو اتحادیانو سره په هره کچه تړل شوي ده او دغه تړون به په اینده ورځو او هفتو کې هم دوام لري.

په جنیوا کې د خبرو نه پس به روسي استازي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په برسلز کې د نېټو مامورینو سره خبري کوي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ به د ارګنایزېشن فار سکیورټي اېنډ کواپرېشن اېن یورپ نومې یورپي تنظیم سره په ویانا کې خبرې کوي.

په جنیوا کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې او د روس د خبرو نه وړاندې د دواړو ملکونو سفارتکارانو څه امید نه و څرګند کړی چې دا هفته خبرو کې به څه پرمختګ وکړی شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلینکن د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن سټېټ اف دي یونین نومې پروګرام ته وویل په داسې حال کې پرمختګ لیدل به ګران شي چې د یوکرېن سر ته ټوپک نیول شوی دی. هغه وویل په مرکزي او مشرقي یورپ کې د نېټو د پوځي مشقونو په اړه د روس تشویش به اورېدل وي او پکار ده چې روس "زمونو تشویش ته هم غوږ کېږدي."

روس د یوکرېن په مشرقي سرحد قریباً یو لک ځواکونه ځای په ځای کړي دي او مغربي ملکونو تشویش لري چې ماسکو په یوکرېن د یرغل تیاری کوي. د روس حکومتي خبري ادارې اې ايي ای د روس د نایب خارجه وزیر سرګی ریابکو له قوله ویلي دا خبره ډیر امکان لري چې د روس او امریکې خبرې د یوې غونډې نه وروسته په ناڅاپه ډول ختمې شي.

د رپورټ ترمخه ریابکو وویل هغه د هېڅ څه امکان نشي ردولی او پکار ده چې امریکایان په دې اړه په غلط فهمۍ کې نه وي. ریابکو وویل روس د مغربي ملکونه د مستقل فشار دلاندې مراعات نشي ورکولی.

بلېنکن دا خبره تکرار کړه چې که چېر روس په یوکرېن یرغل وکړو نو امریکا به پې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي.

اته کاله وړاندې د یوکرېن په کرایمیا د روس د قبضې وروسته هم امریکې په روس بندیزونه لګولي وو.

بلېنکن د امریکې ای بي سي دېس ویک پروګرام ته وویل د یوکرېن د کړکېچ د حل کولو غوره لاره سفارتکاري ده خو د دې خبرې انحصار په روس دی.

بلېنکن وویل په یورپ کې د پوځي مشقونو په اړه د خبرو ځای شته دی. هغه وویل په تېرو وختونو کې روس په سیمه کې د وسلې په حد د بندیز خلاف ورزي کړې ده.

د امریکې خارجه وزیر وویل روس د نورو ملکونو د سرحدونو خلاف ورزي نشي کولی او نه هم نېټو ته دا ویلي شي چې نېټو دې په اتحاد کې د غړیتوب دپاره د یوکرېن غوښتنه نه مني. هغه وویل د یوکرین 60 فیصد خلک په نېټو کې د یوکرېن د شاملېدو حمایت کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس دا خبره ردوي چې په یوکرېن د یرغل اراده لري او غوښتنه کوي چې نېټو کې دې نوره پراختیا نه کېږي او په مرکزي او مشرقي یورپي ملکونو کې چې په 1997 کې په نېټو کې شامل شوي دي، هلته دې پوځي مشقونه ودرول شي.

امریکا او نېټو وايي د روس په زیاترو تجویزونو خبرې نشي کېدلی.

یادونه: د وي او ای د دې خبر دپاره څه معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG