یوکرین کې ډزبندي پرځائې ده

یوکرین کې د باغیانو د مشکوک ملاتړ په سر یورپي یونین په روس اقتصادي پابندۍ لگولې دي. د یورپي یونین استازې په به نن د گل په ورځ یوه غونډه کوي او ممکنه ده چې په روس نورې پابندۍ هم ولگوي

د یوکرین په ختیز کې د حکومتي ځواکونو او د روس پلوه باغیانو ترمنځ ډز بندي پرځائې ده خو یوه ورځ وړاندې د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ کې شوي نښتو د لاسه حالات نازک دي او د سولي د ماتیدو ویره موجود ده.

د ډز بندۍ تصدیق د گل په ورځ د یوکرین چارواکو کړی دی.

یوه ورځ وړاندې د اتوار په ورځ ډونیسک او ماریوپل ښارونو شاو او خوا نښتو کې یو کس وژل شوی وو.

ختیز یوکرین کې ډز بندي جمعې په ورځ د روس، د یوکرین حکومت او باغیانو د استازو تر منځ د مذاکراتو ورسته پرځائې کړی شوي ده.

یوکرین کې د باغیانو د مشکوک ملاتړ په سر یورپي یونین په روس اقتصادي پابندۍ لگولې دي. د یورپي یونین استازې په به نن د گل په ورځ یوه غونډه کوي او ممکنه ده چې په روس نورې پابندۍ هم ولگوي.

د روس وزیراعظم ویلي که چرې غربي نړۍ د روس د توانائي یا د مالي مد خلاف نور بندیزونه ولگول نو هیواد به يي ځواب کوي.