باغیان اوس په یوکریني عسکرو ډزې کوي: پورو شېنکو

د یوکرین صدر پیټرو پوروشینکو ویلي روسي ملاتړ لرونکې باغیانو په یوکرین کې په بېلا بېلو ځایونو گوله باري کړې کوم چې تیره میاشت شوې د ډزبندې د معاهدې خلاف ورزي ده.

ښاغلي پوروشېنکو دا خبره د امریکا نائب صدر جو بائډن سره په ټیلي فون خبرو اترو په وخت کړېده. پورو شېنکو زیاته کړې د باغیانو د کنړول لاندې ښار دونېسک او د یوکرین عسکرو کنړول لاندې ښار ماریوپول ته نزدې دغه ډزې شویدي.

د یوکرین سیگوډنیا اخبار رپورټ ترمخه دونېسک ښار ته نزدې گوله بارې کې د دوي یو فوټوگرافر وژل شوی. سیرهې نکولایو په پیسکې نومی کلي کې وژلې شوی.

د فرورۍ په میاشت کې شوې ډزبندې معاهدې لاندی به دوانړه خواویبه یواځې ډزی اودروي بلکه د لومړي صفونو نه به درنه وسله، ټینکونه او نور پوځي گاړي به هم لری کوي. رپورټونه وائي چې باغیانو وسله په شا کول شروع کړې ده خو څارونکو لا د دې تصدیق نه دې کړې.

ښاغلي پوروشینکو د جمعې په ورځ ویلي که په شرقي یوکرین کې په لومړي صفونو باندې ناقلاري جاري وه نو پوځ به ئې درنه وسله بیرته لومړي صفونو ته اورسوي.

د جمعې په ورځ د جرمني چانسلرې اینگلا مېرکل سره د ټیلي فون د لارې خبرو کې ښاغلي پوروشینکو په یوکرین کې د اروپاېي اتحاد امن ساتونکي مشن په حق کې هم غږ پورته کړو.