د ملګرو ملتونو ادارې منلي ایران د یورینیم غني کول پېل کړي

Rohani & Trump

د ملګروملتونو د ایټمي تواناېۍ ادارې یا اېجنسۍ پخلی کړی چې ایران د کال ۲۰۱۵م د ایټمي تړون نه سېوا یورینیم غني کړي.

انټرنېشنل اېټامک انرجي اېجنسي د ګل په ورځ ویلي د دوي څارونکو د ګل په ورځ پخلی کړی چې ایران د لوظنامې د حد (3.67٪) نه سېوا یورینیم غني کړي دي.

که څه هم د نړیوالې ادارې لخوا دا نه دي وېل شوي چې ایران څومره سېوا یورینیم غني کړي، خو اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د ایران د ایټمي تواناېۍ د ادارې د ویاند لخوا ویلي چې ایران تر د 4.5٪ پورې یورینیم غني کړي دي.

وړاندې د دغې ایران ویلي وو چې دوي په راروان پړاو کې تر ۲۰ فیصده پورې یورینیم غني کولی شي که چرې دوي اوغواړي چې ځان د ایټمي وسلو په سر شوي تړون نه اوباسي.

د ۵ فیصده پورې د یورینیم غني کول د نیوکلیايي بجلي ګهر یا نیوکلیر پاور پلانټ د چلولو لپاره پوره وي خو د نیوکلیايي وسلو د جوړولو لپاره پکار ۹۰ فیصده نه موجوده یورینیم غني کول لا دیر لرې دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیرکال د ایران سره د نړۍ د شپږو طاقتونو لخوا شوي ایټمي تړون نه امریکا وېستلې ده او په ایران يې سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

تهران هم د دغه لوظنامې د ځینو برخو نه ځان ویستلی او خبرداری یې ورکړی چې د دغې نه به هم وړاندې ځي که چرې د لوظنامې نورو هیواونو لکه برتانيه، چین، فرانس جرمني او روس دوي ته د امریکا لخوا لګیدلي اقتصادي بندیزونو په ځواب کې اقتصادي مراعات ور نه کړل. د ایران د دغه اعلان وروسته اورپايي هیوادونو د ایران لخوا پورته کړی شوي ګامونو باندې سختې اندېښنې ښودلي.

اروپايي اتحاد په برسلز کې په یو بیان کې په ایران په سختۍ سره غږ کړی چې د خپلو کړو وعدو سره دې ژمن وسیږي او څه وړاندې ګام دې نه اخلي.

روس بیا د ایران لخوا پورته شوي ګامونو باندې اندېښنې ښودلې خو د کریملن ویاند دمتري پسکوف ویلي دوي د وړاندې نه دا خبرداری ورکړی وو چې د دغه لوظنامې نه د امریکا د وتلو به په نړیوال امنیتمنفې اغیزې وي.

هم د ګل په ورځ د امریکا د قامي امنیت صلاحکار جان بولټن ویلي امریکا به په ایراني حکومت تر هغې فشار ساتي تر څو چې دوي د ایټمي وسلو جوړلو خپل پروګرام نه په شاه شوي نه وي. او په منځني ختیځ کې راپارونکې ګامونه پورته کوي چې پکې دترهګرو ډلو مرستې هم شامل دي.