ملگري ملتونه: طالب مشرانو ته د سفر اجازه ورکړی شوي

طالبانو په داسې حال کې دا خبره څرگنده کړې چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمی خلیلزاد او د طالب مشرانو ترمنځ په قطر د دې میاشت په اخېره کې د خبرو د بلې ناستې امکان دی

ملگرو ملتونو ویلي د افغانستان د طالبانو هغو مشرانو ته یوازې د سفر اجازه ورکړی شوې ده چې په هېواد کې د امن دپاره په مذاکراتو کې شریک دي خو نومونه یې د بندیزونو د فهرست څخه نه دي ویستل شوي.

په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ادارې په طالبانو د بندیزونو د کمېټۍ سرچینو د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریالې مارگرېټ بشیر ته وویل طالب مشرانو ته د دوی په سفر پابندۍ کې استثنا ورکړی شوې ده او نومونه یې اوس هم د بندیزونو په فهرست کې دي.

د ملگرو ملتونو د وضاحت نه وړاندې طالبانو اعلان کړی و د مشرانو نومونه یې د بندیزونو د فهرست نه ویستل شوې دي.

طالبانو په داسې حال کې دا خبره څرگنده کړې چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمی خلیلزاد او د د طالب مشرانو ترمنځ په قطر د دې میاشت په اخېره کې د خبرو د بلې ناستې امکان دی.

په قطر کې د امریکې او د طالب استازو ترمنځ لږ تر لږه پنځه ناستې شوي او دواړو فریقینو پکې د پرمختگ خبره کړې ده او ویلي یې دي چې تر دا وخت د مذاکراتو بنیادي توجه د افغانستان نه د خارجي ځواکونو په انخلا او د ترهگرۍ د مخنیوي په لارې چارو ده.

د ملگرو ملتونو د بندیزونو د فهرست نه د مشرانو د نومونو لرې کېدو خبره د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وکړه.

ذبیح الله مجاهد وي او اې ته وویل چې د دوی په مذاکراتي ډله کې د ټولو ١۴ غړو او په قطر کې د طالبانو د غیررسمي سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر، نومونه د ملگرو ملتونو له تور لیست نه ایستل شوي دي. هغه کسان چې په دې لیست کې شامل وي، د ملگرو ملتونو د ټولو غړو ملکونو لخوا ورباندې مالي بندیزونه، د سفر بندیزونه او همدا راز د وسلو د اخیستو بندیزونه لگېدلي وي.

خو ملگرو ملتونو د طالبانو د اعلان په اړه وویل چې د مشرانو نومونه یې د بندیزونو د لوملړ نه دي لرې کړی شوي یوازې ورته د سفر موقتي اجازت ورکړی شوی دی.

افغان طالبانو له ډېرې مودې راهیسي دعوه کوله چې د ملگرو ملتونو لخوا د دوی پر مشرانو لگېدلي بندیزونو، په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره هلو ځلو ته خنډ پیښ کړی دی. طالب چارواکي اوس وایي چې زلمي خلیلزاد له دوی سره د خبرو په وروستي دور کې چې په مارچ کې ترسره شو، وعده کړې وه چې نومونه به یې په موقت ډول له تور لیست نه وکاږي.