صدر ډانلډ ټرمپ د ملگرو ملتونو عمومي بحث کې تقریر وکړو

صدر ټرمپ او په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازي نکي هیلي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي بحث کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د صدر په حیث خپل ورړمبی تقریر وکړو او د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا غونډې ته خپله وینا کې یې په ایران، شمالي کوریا او وینزیلا سخت ټکونه وکړل.

د شمالي د صدر په اړه صدر ټرمپ وویل "راکټ مین" یا د راکټ سړی نه یوازې خپله بلکې د ټول هیواد لپاره د خود کشۍ په لاره روان دی.

صدر ټرمپ وویل امریکا صبر لري خو که چرې مجبوره کړی شوه نو شمالي کوریا په مکمله توگه د تباه کولو صلاحیت لري.

د ایران په اړه صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ وویل که چرې د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې د ایران د ایټمي پروگرام په څارنه کې د نرمۍ نه کار واخیستلو نو امریکا به د ایران سره شوي ایټمي معاهدې نه په شا شي.

او د وینزویلا په اړه، صدر ټرمپ د لاطیني ملکونو صدرانو ته وویل چې واشنگټن د وینزویلا صدر نکولس مدورو د حکومت د لاندې د وینزویلا د ولس مشکلات د نظر نه نشي غورځولی.

"د دوي (د وینزویلا د ولس) جمهوري ادارې تباه کیږي، دا صورتحال بیخي د قبلولو وړ نه دی. د ذمه وار گاونډیانو او د وینزویلا د ولس د ملگرو په توگه زمونږ مقصد دا پکار دی چې خپله ازادي ترلاسه کولو، خپل هیواد په بیا پرځای کولو او د خپل جمهوریت په بحالۍ کې مونږ ددوي ( وینزویلا د ولس) مرسته وکړو،" صدر ټرمپ وویل.

د وایټ هاوس مامورینو ویلو د ترهگرۍ خلاف جگړه به هم ملگرو ملتونو ته د صدر ټرمپ د وینا مهمه برخه وي.

د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا غونډه د سپټمبر د میاشت په ١٢مه نیټه شروع شوي ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ به په جنرل اسمبلۍ کې د ادارې د ١٩٣ غړو هیوادونو د سرمشرانو عمومي بحث پیل شي.

ټاکل شوي ده چې د افغانستان صدر اشرف غني به هم د نهې، سه شنبې، په ورځ جنرل اسمبلۍ ته تقریر کوي. د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ملگرو ملتونو ته تقریر کوي.