د امریکا نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو ٧٢ یمه جنرل اسمبلۍ کې د د نړۍ ١٩٣ هیوادنو مشران راغونډ شوي دي.
او ښاغلې ټرمپ د امریکې د صدر په هیڅ په اول ځل د ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وینا وکړه.
زیاتره نړیوالو مطبوعاتو دغه وینا نیغ په نیغه خپره کړي ده.
په سوشل میډیا په دغه اړه څه ویل شوي دی، د وي او ای ډیوه خبریال عدنان رشید دا عکس العمل راغونډ کړی دی:
د بي بي سي خبریاله ایملي ایم په ټویټر لیکي
صدر ټرمپ ملګرو ملتونو ته د پرانستې په موقع د خپلې نعرې د ټولو نه اول امریکا تشریح اوکړه .
په واشنګټن کی د ویلسن سنټر ادارې څیړنکار مایکل کوګل مین په ټويټر لیکي: صدر ټرمپ پاکستان ته خپله غصه وښودله خو دهغوي نوم یی وانه غستو.
رایټرز خبري ادارې په ټويټر د صدر ټرمپ د له قوله لیکي:
ځینې هیوادونه د "دوزخ" په لور روان دي خو ملګري ملتونه د دې ځینو ناوړه حالتو په حل کولو کې مرسته کولی شي.
د بي بي سي سټیټ ډیپارټمنټ لپاره خبریاله باربره اوشر په ټویټر لیکي
دا به ډیره خطرناک وي که شمالي کوریا د صدر ټرمپ د راکټ مین الفاظ نه د ا مطلب د واخلې چي امریکا جنګ کول غواړي نه چي د جنګ نه ځان وساتي.
خبریاله او لیکواله جاوس کرم په ټويټر لیکي
ټرمپ د ایران هغه کردار په اړه سختې نیوکې اوکړي کوم چي دغه هیواد په شام او یمن کی د حزب الله وسله والې ډلې په لار ادا کوي. د جاوس په فکر د کال 2007 م راهسي د ایران پر ضد دا د ټولو نه ستغه ژبه وه.
د یورپ د سیاسی مشرانو اداره د یورپین لیډرشپ نیټ ورک چی د امنیت او دفاع لپاره څیړنې هم کوي په خپل ټويټر لیکي: په داسې مهال کی چی صدر ټرمپ ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وینا کوي د یورپین لیډرشپ نیټ ورک 76 ممبران د ایران سره شوي جوهري معاهده ګټوره ګنړي او غواړي چي دغه پرځايي وساتي