درې افغان امریکایان د واشنګټن سره نژدې په دریاب کې لاهو شوي او بې درکه دي

واشنګټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په ووډ برېخ ښار کې افغانانو د ټولنې یو مشر حاجي ذبیح الله د وي او ای ډیوه خبریال نصیر کاکړ ته وویل اووه افغانانو په پوټومېک دریاب کې سېل دپاره کشتۍ کرایه کړي وه چې د تندې هوا له کبله یې کشتۍ چپه شوه

درې افغان امریکایان چې د واشنګټن سره نژدې په پوټومېک دریاب کې یې سېل کولو د کشتۍ د نسکوریدو له امله په دریاب کې لاهو شوي او بې درکه دي.

په بېړني حال او د اور لګېدو په وخت کې د واشنګټن د امداد ادارې ډي سي فایر اېنډ ايي اېم اېس وویل درې واړه افغانان د اتوار، یکشنبې، په ماښام په د کشتۍ نه اوبو ته وغورځېدل او بېرته راپورته نشول.

امدادي کارکوونکو د توار، یکشنبې، د ماښام اتوو بجو پورې د بې درکه افغانانو لټون وکړو او هغوی وه نه موندل شو.

واشنګټن سره نژدې د ورجینیا ریاست په ووډ برېج ښار کې افغانانو د ټولنې یو مشر حاجي ذبیح الله عطايي د وي او ای ډیوه خبریال نصیر کاکړ ته وویل اووه افغانانو چې خپلو کې سره ملګري وو په پوټومېک دریاب کې سېل دپاره کشتۍ کرایه کړي وه او دوی د واشنګټن سره نژدي وو چې د تندې هوا له کبله یې کشتۍ چپه شوه.

ذبیح الله عطايي وویل څلور کسان د اوبو نه ژوندي راووتل خو درې تنکې ځوانان لاهو شول او لا نه دي موندل شوي. بې درکه شويو کسانو کې دوه د ووډ برېج اوسېدونکي و. د دریم کس په اړه معلومات نه وو چې د کوم ځای اوسیېدونکی و.