کابل کې ځانمرگې پورپي پولیس په هدف کړی

افغانستان کې د ډسمبر د میاشت ٣١ مه نیټه د خارجي ځواکونو د جنگي مشن اخیرۍ ورځ وه. د افغان ځواکونو د تربيي او وسله والو خلاف کاروائي دپاره به افغانستان کې ١٢٠٠٠ امریکائي او نیټو عسکر پرځائي وي

د طالبانو ځانمرگي حمله کونکې کابل کې د یورپین یونین د پولیسو په موټر حمله کړې ده، د یورپین یونین په موټر کې سواره کسان محفوظ پاتې شوي خو یو لارونکې وژل شوی او پنځه نور زخمیان شوې دي.

د یورپین یونین د پولیس د تربيي ډلې ویلي موټر کې ځانمرگي حمله کونکې د کابل په شرق کې د ډلې مرکزي دفتر سره ماسپښین حمله وکړه.

طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې.

په ورستۍ ورځو کې طالبانو کابل کې په حکومتي، خارجي او عسکري هدفونو حملې کړې دي.

حملې په داسې وخت کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه د هیواد د امنیت ذمه وارۍ ترلاسه کوي او امریکا او نیټو افغانستان کې د تیرو ١٣ کلونو جنگي کاروائي سر ته رسوي.

افغانستان کې د ډسمبر د میاشت ٣١ مه نیټه د خارجي ځواکونو د جنگي مشن اخیرۍ ورځ وه. د افغان ځواکونو د تربيي او وسله والو خلاف کاروائي دپاره به افغانستان کې ١٢٠٠٠ امریکائي او نیټو عسکر پرځائي وي.