زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امن په خاطر د سیمې په سفر دی

د روس خارجه وزیر سرگی لاوو رو، طالب استازي د ماسکو د غونډې په موقع

په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر په سفر روان شوی دی. دا په داسې مهال چې یوه ورځ وړاندې په روس کې په افغانستان کې د امن په موضوع نړیواله غونډه وشوه.

دا وړمبی ځل و چې امریکې او طالب استازو په یو ځای د ماسکو په ناسته کې گډون وکړو. افغان حکومت نیغ په نیغه په دغه خبرو کې برخه وانخیسته خو د حکومت گمارل شوي د سولي عالي شورا پلاوی ماسکو ته لیږل شوی و.

د زیارت په ورځ د امریکې سټیټ ډپارټمنټ وویل زلمی خلیلزاد به د نومبر د اتمې نیټې نه د شلمې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او د افغان حکومت ترڅنگ به د ټولو اړوندو ډلو سره په افغانستان کې د طالبانو په شمول د امن بهیر د بوتلو په موضوع خبرې کوي.

د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریال چارلز وینز د ماسکو د غونډې په اړه په خپل رپورټ کې وايي چې که په حقیقي معنو کې وکتل شي نو د ماسکو غونډې د تاوتریخوالي نه علاوه بل څه لاس ته راو نړل.

د خبرو وروسته د افغانستان د سولي د عالي شورا پلاوي په یو بیان کې وویل چې طالبانو ته پکار دي چې زر د خبرو دپاره وخت او ځای وټاکي. د سولي د د عالي شورا پلاوي په یو بیان کې وویل چې د طالبانو سره دغه خبرې بغیر د څه شرط وړاندې تللی شي.

خو طالبانو خپل دریځ تکرار کړو چې د کابل حکومت سره نا بلکې د امریکې سره به نیغ په نیغه خبر کوي.

د ماسکو په غونډه کې برخه اخیستونکې د طالبانو پلاوي په خپل بیان کې وویل چې طالبان په اړوندو مسایلو د امریکایانو سره نیغ په نیغه خبرو ته تیار دي. بیان وايي طالبان د یو بل په دریځ د ځان پوهوولو دپاره دروازې پرانسې ساتلي دي. طالبانو په دوی د لگول شویو پابندیو د ختمولو او د طالب قیدیانو د ازادۍ غوښتنه هم وکړه.

د ریا خبري ادارې ترمخه د ماسکو په غونډه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهیل شاهین هم گډون وکړو او د غونډې ورورسته یې دا خبره رد کړه چې روس طالبانو سره امداد کوي. ماسکو هم د افغان او امریکايي مامورینو دا خبره ردوي چې روس طالبانو ته مالي امداد ورکوي.

سهیل شاهين وویل د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو نه وړاندې پکار ده چې په افغانستان کې خارجي ځواکونو مسله حل شي.

طالبان دا غوښتنه کوي چې امریکې په شمول خارجي عسکر دې د افغانستان څخه ووځي.

د ماسکو د غونډې په اړه د افغاسنتان خارجه وزارت په یو بیان کې وویل امید کوي چې د ماسکو د ناستې په نتیجه کې به د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ په مستقیم ډول خبرې وشي او دا چې طالبانو ته باید اجازت ور نکړی شي چې دا غونډه د خپلو مقاصدو دپاره د الې په توگه وکاروي.

امریکې هم په وړمبي ځل د ماسکو په غونډه کې شرکت وکړو. د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ویلي وو استازی به یې د ماسکو د مذاکراتو جاج اخلي.

د ماسکو یوه ورځنۍ غونډه په داسې مهال وشوه چې په نژدو ورځو کې امریکايي چارواکو د طالبانو د سیاسي دفتر دلارې طالبانو سره لومړنۍ رابطې کړې دي.

د طالبانو سره ورستۍ خبرې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازې زلمي خلیلزاد تیره میاشت کړې وې. په دغه موقع هغه په افغان حکومت او په طالبانو غږ وکړو چې خپل منځو کې د مذاکراتو انتظام دې وکړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سټیټ ډپارټمنټ وویل خلیلزاد به یو وارې د نومبر د اتمې نېټې نه د نومبر د ٢٠ مې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او د افغان حکومت او د نورو اړوندو ډلو سره د په افغانستان کې د طالبانو په شمول د سولې بهیر د وړاندې بوتللو په موضوع خبرې کوي. د سټیټ ډپارټمنټ بیان وویل په افغانستان کې د دوامداره امن تقاضه ده چې ټول افغانان د هېواد په اینده کې غږ ولري.

د ماسکو په غونډه کې د پاکستان، ایران، چین او د هندوستان په شمول ١١ هېوادونوشرکت وکړو.

د غونډې د پرانستې په موقع د روس خارجه وزیر سرگی لاوورو د افغانستان په تاریخ کې د نوي باب د پرانیستلو غږ وکړو. هغه وویل چې کله بهرنې قوتونه افغانستان د خپلو مقابلو میدان جوړ کړي نو بدې نتیجې یې راوځي.