د امریکې او د ایران ترمنځ د زیات شوي تاوتریخوالي په مهال د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر د افغان صدر اشرف غني او د پاکستان پوځي مشر جنرل قمرجاوید باجوه سره خبرې کړې دي.
مارک اېسپر د ټوېټر دلارې د اشرف غني او جنرل باجوه سره د خبرو تصدیق وکړو او ویې وېل امریکا په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی نه غواړي خو که "ضرورت پېښ شو" نو د طاقت استعمال به کوي.
The United States does not seek conflict, but will respond forcefully if necessary. Afghan President @ashrafghani and Pakistani General Bajwa both offered sound counsel and advice in calls today.
— Secretary of Defense Dr. Mark T. Esper (@EsperDoD) January 7, 2020
صدر اشرف غني هم په ټوېټر د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر سره د خبرو ذکر وکړو او ویې وېل "مونږ دواړه په دې متفق شو چې دا وخت په بېړنۍ توگه د امریکې او د اسلامي ریاست ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو ضرورت دی."
I spoke with Secretary @EsperDoD this evening about the latest security developments in the region. We both agreed that it%27s time for urgent #de-escalation between the United States and the Islamic Republic of Iran.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) January 7, 2020
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانگې ايي اېس پي ار وویل مارک اېسپر د جنرل باجوه سره په ټېلې فون په منځني خیتځ کې په تازه صورتحال او د دې په ممکنه اثراتو خبرې وکړې.
ايي اېس پي ار په ټوېټر وویل جنرل باجوه وویل په سیمه کې د ثبات او تاوتریخوالي د کموولو دپاره ټول فریقین باید کوښښونه وکړي او د ضبط نه کار واخلي.
COAS emphasised need for maximum restraint and constructive engagement by all concerned to de-escalate the situation in broader interest of peace and stability. COAS also reiterated the need for maintaining focus on success of Afghan Peace Process.(2of2).
— DG ISPR (@OfficialDGISPR) January 3, 2020
ايي اېس پي ار وویل جنرل قمر جاوید باجوه د دې خبرې په ضرورت هم زور واچولو چې په افغانستان کې د امن بهیر په کامیابۍ هم باید توجه پرځای وساتل شي.
په داسې مهال چې د افغانستان او پاکستان دواړو گاونډي هیواد ایران او د امریکې ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، کابل او اسلام اباد ویلي خپله خاوره به د بل ملک خلاف استعمالېدو ته نه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي پاکستان به د امریکې او ایران په صورتحال کې بې طرفه پاتې کېږي. ښاغلي قرېشي وویل د شورو، چهارشنبې، په سهار چې په عراق کې په امریکايي پوځي اډو کوم بريدونه شوي د هغې جاج اخلي او پاکستان نه غواړي چې سيمه په نوې جګړه کې ښکېل شي.