صدر ټرمپ په لومړي رسمي سفر برطانيي ته رسېدلی دی

صدر ټرمپ، د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ او د برطانيي ملکه الزبت

صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په هیلي کاپټر کې بنکګم پیلس ته ورسیدل او د برطانيي ملکه الزبت او شهزاده چارلس یې په شاهي محل کې هرکلې وکړو.

د واشنګټن نه د روانیدو په وخت صدر ټرمپ ویلي وو د هغه دا سفر به ډیر خوندورو وي. هغه دا فکر هم څرگند کړو چې د برطانيي سره مواقعې شته چې په نژدې وختونو کې د امریکې سره یو شمیر تجارتي لوظنامې لاس لیک کړي.

صدر ټرمپ برطانيي ته دا سفر په داسې حال کې کوي چې برطانیه د یو سیاسي کړکیچ نه تېریږي. تیره میاشت وزیراعظمې ټریسا می ویلي وو چې هغه برطانیه د یورپ نه د بیللو په منصوبه کې ناکامي شوي او د دې میاشت په اوومه نیټه به خپله څوکۍ پریږدي.

یاده دې وي چې یورپین یونین څخه د برطانيي د ویستلو دنده ټریسا می ته د پخواني وزیراعظم ډیوډ کیمرون نه په ورثه کې پاتې شوې وه.

یورپین یونین څخه د وتلو په عمل کې صدر ټرمپ په ډ‌اګه د برطانيي د پخواني خارجه وزیر بورس جانسن ملاتړ کوي. د اتوار یا یکشنبې په ورځ صدر ټرمپ وویل د برطانیه د سفر په وخت کیدای شي هغه د بورس جانسن او د اروپا نه د بیلدلو لپاره مبارزه کونکي نائجل فراج سره وویني.

البته د صدر ټرمپ د لندن میر یا ښاروال صادق خان سره د لیدلو پروګرام نشته.

ښاغلي صادق خان د ابزور نومي اخبار کې لیکلي وو د صدر ټرمپ سرکاري هرکلی د برطانیه د روایاتو سره سمون نه خوري.

د نوموړي په فکر صدر ټرمپ د برطانیه د ښي اړخه نسل پرستو ګوندونو ټویټس شریک کوي او د موسمي بدلون په اړه د ساینسي حقیقتونو نه انکار کوي او بله ده چې هغه د هیواد د وزیراعظم انتخابي عمل کې لاس وهنه کوي.

کله چې د صدر ټرمپ نه وپوښتل شو چې ایا هغه د صادق خان سره د لیدلو اراده لري نو د هغه ځواب وو "نه زه دهغه په اړه دومره سوچ نه کووم.٬٬

خو لندن ته په رسیدو صدر ټرمپ په صادق خان ټکونه وکړل او هغه یې د سپین سترګې بیلونکې په نامه یاد کړو. څوک چې دبیوقوفې ترحده د امریکې صدر د برطانیه ته د سفر په اړه بد تمیزي کوي.

صدر ټرمپ به په برطانیه او فرانس کې د دویم عالمي جنګ اتحادي ځواکونو په یاد کې راجوړ کړلې شوي غونډو کې ګډون هم کوي.