هوثي باغیان دا هفته د یمن په سرښار صنعا کې د امریکې په سفارتخانه ورننوتلي دي او د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په هوثيانو غږ کړی چې د سفارتخانې ودانۍ دې خالي او هلته یرغمل یمني محافظان دې ازاد کړي.
په 2015 د ایران پلوه هوثي باغیانو او د سعودي نواز یمني حکومت ترمنځ د خانه جنګۍ شروع کېدو نه پس د امریکايي سفارتي اڼګڼ خالي شوی او امریکې خپل سفیر او نوره ضروري عمله سعودي عرب ته منتقل کړې ده.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په صنعا کې د امریکايي سفارتخانې د ساتنې عملې زیاتره غړي ازاد کړی شوي دي او د نورو نیول شویو کسانو د ازادۍ دپاره "نه ختمېدوونکي" سفارتي هلې ځلې دوام لري.
دا نه ده معلومه چې د امریکايي سفارت په څومره تعداد کې کارکوونکي نیول شوي او یا ولې نیول شي دي؟
سټېټ ډپارټمنټ په هوثیانو غږ وکړو چې د سفارتخاني وداني دې خالي کړي او که څه سامان یې اخېستی وي نو دا دې بېرته کړي.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېټ پرایس دا هفته یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکې به د هغو کسانو تحفظ کوي چې سمندر پورې د امریکې د مفاداتو تحفظ کوي او هم د دې له امله په بېړنۍ توګه کار کوي او د نړیوالو همکارانو سره واشنګټن په رابطه کې دی.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د سرښار صنعا په شمول د یمن زیاتره برخې د هوثي باغیانو په قبضه کې دي. په کال 2015 کې سعودي عرب د یمن حکومت د ملاتړ دپاره په يمن کې پوځي مداخلت شروع کړو.
رپورټ وايي سعودي عرب او اتحادیان د ایران د اثر مخه هم نیول غواړي.
ملګرو ملتونو ویلي په یمن کې خانه جنګۍ د دنیا تر ټولو لوی انساني بحران جوړ کړی دی.