کانګرس مېن ټېډ پو: پاکستان که تګلاره نه بدلوي نو د ترهګرۍ ملاتړی هېواد دې وګرځول شي

د امریکا د کانګرس غړی ټېډ پو وايي که پاکستان له ترهګرو سره مرسته پرې نږدي او لاسونه یې همداسې د امریکایانو په وینو سره وي نو امریکا باید درې کاره وکړي.

۱-په اسلام اباد باید ټولې مرستې بندې شي.

۲-پاکستان د غیرناټو ستر اتحادي حیثیت (ام ام ان اې) نه لیرې شي.

۳-پاکستان د ترهګرو ملاتړ کونکی هېواد وګرځول شي.

ټېد پو د امریکا د کانګرس په ولسي جرګه (هاوس اف رپریزینټېټیو) کې د ترهګرۍ، د اټومي وسلو د نه خپراوي او سوداګرۍ د ضمني کمېټې مشر هم دی. نوموړي دغه خبرې په ټویټر کښې کړې دي.

ټېډ پو وايي د ولسمشر ټرمپ له خبرو څرګندیږي چې د امریکا په پالیسۍ کې مثبت بدلون راغلی خو دا پالیسي باید د عمل جامې واغوندي.

نوموړي په یوه خپور کړي بیان کې دا هم ویلي دي چې د ټرمپ له دغه دریځ سره به اوس پاکستان ويښ شوی وي.

ده وړاندې ویلي هغه کسان چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې یې امریکا ته چل ورکاوه او له امریکا څخه به یې په میلیاردونو ډالره مرسته ترلاسه کوله اوس باید پدې پوه شي چې امریکا د پاکستان په دروغو باندې نور نه غولیږي.

ښاغلي ټېډ پوه دا هم ویلي چې پاکستان د ټولو هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جګړه کوي او هغوي ته پیسې، وسلې او لوژیسټیکي مرستې ورکوي.

د ښاغلي ټېډ پو بیان وړاندې لیکي د پاکستان د ټول دغه خیانت سره سره له اسلام اباد سره د سپټمپر د یولسمې له برید راهیسې ډیرې زیاتې مرستې شویدي او حتی یو وخت ورته د امریکا د حکومت د مهم متحد په سترګه کتل کېدل. دې ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي.

دی زیاتوي که چېرې مونږ د افغانستان ثبات غواړو نو لومړی باید له پاکستان سره خبره پاکه شي.

ښاغلي پو په تیر مارچ کې د امریکا یوې معتبرې مجلې نشنل انټرسټ سره په خبرو کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اداره باندې غږ کړی وه چې امریکا دې پاکستان نور د یوه اتحادي هېواد په توګه وه نه مني.

پدغې مقاله کې ښاغلي پو امریکايي چارواکو ته ویلي و چې د پاکستان د تګلارې د بدلېدو انتظار دې نه کوي بلکه امریکا دې په یو اړخېزه توګه دغه ګام پورنه ړي.