د سرښار واشنگټن سره نژدې په الیگزینډریه ښار کې مسلح حمله کونکې د واکمن ریپبلیکن پارټۍ د کانگرس غړو په یوه ډله په داسې حال کې ډزې وکړې چې د بیس بال لوبه يي کوله، د کانگرس یو غړی او گڼ شمیر نور کسان زخمیان شول.
صدر ډانلډ ټرمپ د واقعې غندنه وکړه او وې ویل حمله کونکی د پولیس په جوابي ډزو کې وژل شوی دی.
پولیس د حمله کونکي شناخت د جیمز هاډکنسن په نوم کړی دی چې ٦٦ کلن و او ویل کیږي چې په سوشل میډیا يي د ډانلډ ټرمپ د حکومت خلاف خبرې لیکلې دي.
د کانگرس زخمي شوی غړی سټیوسکالیس دی چې د لویزیانه ریاست سره تعلق لري او حالت يي د خطرې نه بهر دی. هغه د ریپبلیکن پارټۍ په اهم مشرانو کې شامل دی.
سټیو د ایوان نمایندگان یا د هاوس اف ریپریزینټیټوز غړی دی. د امریکې پارلیمنټ ته کانگرس ویل کیږي چې دوه ایوانونه لري. ایوان بالا ته سنیټ ویل کیږي او ایوان زیرین ته هاوس اف ریپریزینټیټیوز ویل کیږي.