امریکايي چارواکی: ناسمه بهرني معلومات د امریکا دننه ترهګرۍ لپاره استعمالول کیږي 

د امریکې د کورنو چارو وزارت د اعلا امنیتي چارواکي د خبرداري نه یوه ورځ وړاندې صدر جوباېډن د کورنۍ ترهګرۍ مخنیوي لپاره قامي تګلاره اعلان کړې چې حکومتي چارواکي یې داسې ډول لومړۍ تګلاره بولي


د امریکې د کورنو چارو وزارت یو امنیتي چارواکي خبرداری کړی چې ناسمه بهرني معلومات د ملک دننه ترهګرۍ لپاره استعمالول کیږي.

دغه چارواکي زیاته کړې دوی له د ملک دننه ترهګرۍ د زیاتې شوې خطرې مخنیوي په لار کې د خنډ حل راویستل پکار دي چې د تشدد لپاره خلکو راپارولو په غرض د بهر ملکونو او د ملک دننه ترهګر ډلو لخوا په احتیاط سره تیار کړی شوي کمپاینونو معلومات ولګول شي.

د امریکې د کورنو چارو وزارت د اعلا امنیتي چارواکي د خبرداري نه یوه ورځ وړاندې صدر جوباېډن د کورنۍ ترهګرۍ مخنیوي لپاره قامي تګلاره اعلان کړې چې حکومتي چارواکي یې داسې ډول لومړۍ تګلاره بولي.

د باېډن انتظامیې د امریکې دننه او د ملک بهر تندروه ډلو ترمنځ نېغ په نېغه اړیکو امکان کم بللی.

یو اعلا حکومتي چارواکي وېلي چې د ملک استخباراتي‌ادارو ته د ملک دننه ترهګر ډلو او د بهر ملکونو ترهګر ډلو ترمنځ فعاله همکاري ښکاره شوې نه ده خو نورو چارواکو خبرداری کړی چې داسې قسمه اړیکې د معمول مطابق د کمان او کنټرول یو ماډل یا نمونې لاندې کار نه کوي.

د امریکې جارج واشنګټن یونیورسټۍ په کوربه توب یو آنلاېن غونډې ته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د امریکې د کورنو چارو امنیت معاون جان کوهن د تېرې شورو/چارشنبې په ورځ‌ وېلي د ترهګرۍ اوسني خطر یو مرکزي نکته داسې بیانیې په ګوته کول دي چې د تشدد ډک سوچ راپارولی شي او په خلکو کې په فراخه توګه باندې خورولی کېدی شي.

نوموړي وېلي داسې بیانیې ویني چې د هغه تنانو د سوچ سره سمون خوري چې د تندروه سوچ عقیدو په لټون کې وي چې د بهر ملکونو او یا بهرني ترهګر ډلو لخوا معارفي کړی شوې بیانیې د تشدد لپاره د جواز په توګه وړاندې کړي.

جان کوهن وېلي خطره لرونکي خلک شته دی، که هغه د روس، ایران او یا چین په رنګ ملکونه وي او که ترهګر سوچ لرونکي مشران او یا ترهګر ډلې وي چې د دوی د ټولنې دننه پېدا شوې غصې او یا د یو خاص سیاسي سوچ نه ګټه پورته کوي.

امریکا کې کورني ترهګر ډلو باندې د بهرنیو ملکونو د اثر په اړه فکرمندۍ څه نوې خبره نه ده.

د امریکې د قامي استخباراتو ډاېرېکټر دفتر لخوا د تېرمارچ په میاشت کې خپور شوي جاېزه رپورټ کې د امریکې دننه او بهر سپین پوستو تندروه سوچ لرونکو ترمنځ اړیکو باندې فکرمندۍ څرګندې کړې شوي او دا خبره په ډاګه کړی شوې چې د تندلارو لږه شمېره د تعلق مضبوطولو لپاره د امریکې سفرونه کوي. خو جان کوهن خبرداری ورکړی چې داسې قسم اړیکې د ورچوول یا په انټرنېټ جوړېدونکو اړیکو په نسبت کمې دي.

نوموړی وايي دا یو داسې خطره نه ده چې دوي یې پلټې وکړي او یا د هغه تنانو عملي ګامونو باندې نظر ساتلو د لارې ددې مخنیوی وکړي چې د یو حملې کولو لپاره په تیارۍ کې لاس لري. هغه زیاته کړې دوي له به د ترهګر سوچ لرونکو مشرانو او یا د مشرانو بغېر تندروه سوچ لرونکو په اړه زیات معلومات ترلاسه کول وي چې دوي څنګه په انټرنېټ شخصي او یا د عامو خلکو د استعمال وېب ساېټونه استعمالوي چې د ټولنې نه ځان له شوو او غصه تنانو په سوچ اثر وغورځوي.

اعلا امریکايي‌ چارواکي په خصوصي توګه باندې د روس په حقله فکرمندۍ لري. د امریکې قامي استخباراتو ډاېرېکټرې اېورل هېنز د جنورۍ په میاشت کې د سېنټ په وړاندې د خپلې څوکۍ د تایید اورونې په وخت وېلي وو چې کرېملن د تندورۍ خورولو لپاره د امریکې سیاسي محافظه کاره او ازاد خیاله اړخونو خلاف په فعاله توګه ګامونه استعمالوي.‌

اوسني او پخواني چارواکو او څېړنکارانو هم خبرداری ورکړی چې روس د امریکې ښي او ګس اړخ تندروه سوچ لرونکو مرستیالانو مضبوطولو لپاره یو نوي نسل تیارولو باندې په فعاله توګه کار کوي.