اېف بي ايي: په ۲۰۱۹ کې د نفرت په بنیاد جرمونو کې دوه اشاریه اووه فيصد اضافه شوي وه

د رپورټ ترمخه تېر کال د نفرت یا د کرکې ۷۳۱۴ کېسونه رپورټ شوي وو. په کال ۲۰۱۸ کې د دغه ډول رپورټ شویو کېسونو تعداد ۷۱۲۰ و چې د ۲۰۰۸ راهسې د دغه قسم جرمونو تر ټولو زیاته شمېره وه. اېف بي ايي خپل رپورټ د ګل، دوشنې، په ورځ شایع کړو

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي په خپل یو نوي رپورټ کې ویلي په ۲۰۱۹ کې په ملک کې د نفرت په بنیاد جرمونو کې دوه اشاریه اووه فیصد اضافه شوي وه چې په تېرو لسو کلونو کې د دغه ډول جرمونو تر ټولو زیاته کچه وه.

د رپورټ ترمخه تېر کال د نفرت یا د کرکې ۷۳۱۴ کېسونه رپورټ شوي وو. په کال ۲۰۱۸ کې د دغه ډول رپورټ شویو کېسونو تعداد ۷۱۲۰ و چې د ۲۰۰۸ راهسې د دغه قسم جرمونو تر ټولو زیاته شمېره وه. اېف بي ايي خپل رپورټ د ګل، دوشنې، په ورځ شایع کړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي که څه هم صدر ډانلډ ټرمپ د سخت دریځه سپین پوستو ډلو غندنه کړي ده خو په امریکا کې د تندروۍ او کرکې د مطالعې مرکز سېنټر فار دي سټډي اف هېټ اېڼد اېکسټریمزم وايي د هغو ډلو خلاف د نفرت جرمونه زیات شوي چې صدر ټرمپ يې په ضد خبرې کړي دي. د اېف بي ايي شمېر څرګندوي چې د ډانلډ ټرمپ د صدارت په لومړو دریو کلونو کې د لاطېني امریکایانو خلاف د نفرت په بنیاد جرمونو کې ۵۳ فیصد اضافه شوي ده چې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو زیات تعداد و.

د کېلېفورنیا سټېټ یونېورسټۍ د سېنټر فار دي سټډي اف هېټ اېڼد اېکسټریمز مشر براین لېون وايي د کرکې په بنیاد جرمونه نه یوازې زیات شوي بلکې زیاتې سنګېنې سرغړونې پکې هم لیدل شوی.

اېف بي ايي د نفرت په بنیاد جرمونه هغه مجرمانه ګامونه بولي چې د چا خلاف د نسل، قامیت، مذهب، جنسیت، معزورۍ او یا د صنف په بنیاد واخیستل شي او د تشدد سره مخامخ کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د نفرت په بنیاد د جرمونو په اړه د اېف بي ايي رپورټ د هغو معلومات په بنیاد جوړیږي چې قانون عملي کوونکي ادارې یې په رضاکارانه توګه اېف بي ايي ته ورکوي خو د شهري حقونو تنظیمونه وايي هم د دې له امله اېف بي ايي د دا ډول جرمونو تعداد کم څرګندوي.

په امریکا کې د سېکانو د حقونو تنظیم سېک کوالېشن نېکي سنګ وايي که څه هم په ورستیو کې د سېکانو خلاف د تشدد پېښې کمې شوي او اېف بي ايي هم کمې شمېرې ښايي خو د ادارې رپورټ زیانمن تصویر جوړوي.

اېف بي ايي د نفرت په بنیاد د جرمونو اکثریت د تشدد نه خالي وي خو ادارې پرتشدد حملې او مرګونه هم رپورټ کړې دي. رپورټ وايي د نفرت په بنیاد د خلکو په وژل کېدو کې دوچنده اضافه شوي چې تعداد یې ۵۱ و چې زیاتره پکې سخت دریځه سپین پوستې ککړ وي. د وي او ای په رپورټ کې د کال ۲۰۱۹ د اګست د میاشت د هغه حملې ‌ذکر شوي چې په الپېسو ښار کې پکې ۲۳ کسان وژل شوي دي.