صدر اوباما او صدر اولانډ داعش خلاف د جنگ په پراخولو خبرې کړې

د فرانس صدر فرانسوه اوالانډ د نهې، سه شنبې، په ورځ واشنگټن کې د صدر براک اوباما سره په وائټ هاوس کې ملاقات وکړو، د پیرس په حملو فرانس سره د یوالې لپاره دواړه مشران د لږ وخت دپاره اوږه په اوږه وریدل او د داعش وسله والې ډلې خلاف د جنگ په پراخولو يي غور وکړو

د فرانس صدر فرانسوه اوالانډ د نهې، سه شنبې، په ورځ واشنگټن کې د صدر براک اوباما سره په وائټ هاوس کې ملاقات وکړو، د پیرس په حملو فرانس سره د یوالې لپاره دواړه مشران د لږ وخت دپاره اوږه په اوږه وریدل او د داعش وسله والې ډلې خلاف د جنگ په پراخولو يي غور وکړو.

امریکې ته فرانس صدر د دورې مقصد داعش خلاف نړي وال ائیلاف نور هم مظبوطول دي. داعش د فرانس سرښار پیرس کې د نومبر په ١٣ مه نیټه شوو حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده. حملو ١٣٠ کسان وژل شوي او په سلگونو نور زخمیان شوي دي.

د امریکې خبري اداره ایسوسي ایټډ پریس خپل رپورټ کې وايي صدر فرانسوه اولانډ اراده لري چې صدر اوباما نه غوښتنه وکړي چې روس سره دي داعش خلاف نوی ائتلاف جوړ کړي.

روس د سپټمبر د میاشت راهسې شام کې د صدر بشارالسد د مخالفینو خلاف پوځي کاروائي شورو کړې ده چې پکې د حکومت مخالف باغیانو په هدفونو هوائي بمباري کولی شي.

غربي قوتونه شام کې د روس کردار ته د شک په نظر کتنه کوي. خپله امریکائي چارواکو ویلي داعش په نخښه کولو پرځائې روس د صدر بشارالسد مخالفین چقول غواړي.

د نهې په ورځ د ترکي هوائي ځواکونو د روس یو جهاز غورځولی دی. ترکي وايي روسي جهاز شام د پولې ته ترکي ته راوړلیدلی وو او د څو وارې خبردارۍ ورسته ویشتلی شو.

وائټ هاوس کې د ملاقات ورسته صدر براک اوباما او صدر فرانسوه اولانډ خبریالانو ته راښکاره شول خو روسي جهاز د ویشتل کیدو په اړه يي څه خبرې وو نه کړي.