صدر ټرمپ: امریکا به د ایران سره شوي اېټمي معاهدې نه وځي

صدرټرمپ او د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وايي ایران اېټمي وسله ترلاسه کول غواړي او د نړۍ والو قوتونو سره شوي دغه پرېکټره د وسلو په تکل کې د ایران مخه نشي نیولی

د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې امریکا به د اېران سره په کال ٢٠١٥ م کې شوي د اېټمي معاهدې نه ځان وباسي.

صدر ټرمپ په واشنگټن کې د خبریالانو غونډې ته وویل "زه نن اعلان کوم چې امریکا به د ایران ایټمي د معاهدې نه بهر شي."

صدرټرمپ او د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وايي ایران اېټمي وسله ترلاسه کول غواړي او د نړۍ والو قوتونو سره شوي دغه پرېکټره د وسلو په تکل کې د ایران مخه نشي نیولی.

ایران وايي د اېټمي پروگرام مقصد یې پرامنه دی او د امریکې، برطانيي، چین، روس، فرانس او جرمني سره شوي معاهدې د لاندې تهران خپل اېټمي هلې ځلې په کمولو راضي شوی دی. په بدل کې دغه قوتونو په ایران لگولې خپلې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.

خو صدر ټرمپ د شروع راهسې د ایران سره د معاهدې سخت مخالف دی.

په وایټ هاوس کې د فېصلې اعلانولو ورسته د صدر ټرمپ نه تپوس شو چې دا به امریکا څه رنگ محفوظه ساتي نو هغه وویل "دا به امریکا د وړاندې نه زیاته محفوظه کړي."

صدر ټرمپ وايي په اېټمي معاهده کې د ایران د بیلیسټک مزایلو په پروگرام پابندي نه ده لگول شوي او د ایران د یورینیم جوړولو په پروگرام قدغن به ١٠ کاله ورسته ختم شي.

ایران وايي د دفاعي مقاصد دپاره د مزایلو د پروگرام لري. او د ایران صدر حسن روحاني ویلي امریکا به د معاهدې نه په وتلو پښې مانه وي.

د امریکې یورپي اتحادیانو غوښتل چې صدر ټرمپ دې د ایران سره شوي لوظنامه پرځای وساتي.