امریکا او ایران د مزاکراتو رپورټ ردوي

ملگرو ملتونو کې د وینا په مهال د اسرائیل وزیر اعظم بنجمن نیټن یاهو د یوې نقشې د لارې ښودل غواړي چې ایران د ایټم بم جوړولو په عمل څومره پرمختگ کړی دی

امریکا او ایران دواړو هاغه رپورټ رد کړی دی چې د ایران لانجمن ایټمي پروگرام په حقله د یو بل سره مزاکراتو ته تیار شوی دي.
د ایران خارجه وزیر علي اکبر صالحي د اتوار په ورځ یو خبري کانفرنس ته ویلي حکومت يي د واشنگټن سره په داسې قسم څه خبرو اترو کې نه دی شامل.
او د خالي په ورځ سپینې ماڼۍ هم د نیویارک ټائمز دا رپورټ رد کړی دی چې امریکا او ایران د کال ٢٠٠٩ راهسې د یو بل سره په خفیه مزاکراتو کې بوخت دي.
د امریکې د قامي سلامیته صلاحکار ټامي وائټر ویلي امریکا به د ایران د ایټمي پروگرام په سر د لانجي د سفارتي حل د پاره د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل نورو مستقل غړو او جرمني سره په شریکا کوششونه جاري ساتي.
د نیویارک ټائمز په رپورټ کې د یو امریکائي چارواکې د قوله وویل شوې ایران غواړي چې نیغ په نیغه مزاکرات دی امریکا کې دنومبر په میاشت کې کیدونکې صدارتي مزاکراتو پورې ووځنډولی شي، چې ووگوري مزاکرات به څوک کوي، د صدر براک اوباما د حکومت دویم دور او که د هغه حریف مټ رامني چې په صدر براک اوباما يي الزام لگولی چې د ایران په حقله يي نرمه رویه اختیار کړې ده.